اروپایي ټولنې پر کریميايي او روسي چارواکو بندیزونه لګولي

د انځور حقوق AP
Image caption د کریمیا پارلمان په رسمي توګه له اوکریان د جلا کېدو او له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل غونډه کې پر دې سلا شوي، چې د کریمیا او روسیې پر ۲۱ لوړ پوړو چارواکو دې سفري بندیزونه ولګول شي او شتمنۍ دې یې هم کنګل کړای شي.

دا پرېکړه وروسته تر هغې شوې، چې کریمیا کې د بېلتون او یا پاتې کېدو په تړاو ټولپوښتنه کې ۹۷٪ ګډون کوونکو له اوکراین د جلا کېدو پر پلوۍ رایې ورکړې.

دغه ۲۱ تنه روسي او کریمي چارواکو چې بندیزونه پرې لګېدلي، د اروپایي ټولنې په باور د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې لوی لاس درلود.

امریکا، اروپایي ټولنې او کییف دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې او پایلې یې نه دي منلي.

د تېرې فبرورۍ له وروستیو راهیسې د کریمیا پر ټاپووزمې د روسیې مخکني ځواکونه واکمن دي

مسکو وايي، ګني مخکني روسي پلوي ځواکونه د روسانو د دفاع لپاره استول شوي.

له دې وړاندې د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ ویلي وو، دی پر دې باوري دی چې د روسیې او کریمیا پر ځینې کسانو به د سفرونو د بندولو او د شتمنیو د کنګل کولو پر بندیزونو سره هوکړې ته ورسي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورېنت فابیوس د غونډې ځای ته په رسېدو وویل، چې اروپايي ټولنه باید سره یو موټی شي او روسیې ته سخت غبرګون وښيي.

''موږ باید یو سخت دریځ غوره کړو، ځکه په کریمیا کې د یکشنبې په ورځ تر سره شوې ټولپوښتنه په بشپړه توګه ناقانونه وه. همداراز موږ باید له دې لارې د شخړې د سختېدو مخه ونیسو او خبرو اترو ته لاره اواره کړو. نو د کلک دریځ اختیارول او د سولې خبرو اترو ته د لارې اوارولو هڅه د دې غونډې موخه ده''.

د کریمیا پارلمان

پر همدې مهال، د کریمیا پارلمان په رسمي توګه له اوکریان د جلا کېدو او له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې کریمیا کې د بېلتون او یا پاتې کېدو په تړاو ټولپوښتنه کې ۹۷٪ ګډون کوونکو له اوکراین د جلا کېدو پر پلوۍ رایې ورکړې.

په کییف کې حکومت ویلي، چې د ټولپوښتنې پایلې به ونه مني.

امریکا او اروپايي اتحادیې هم دغه ټولپوښتنه ناقانونه کړنه بللې ده، او ژمنه یې کړې، چې پر مسکو به د بندیزونو پر لګولو غور وکړي.

د تېرې فبرورۍ له وروستیو راهیسې د کریمیا پر ټاپووزمې د روسیې مخکني ځواکونه واکمن دي.

مسکو وايي، ګني مخکني روسي پلوي ځواکونه د روسانو د دفاع لپاره استول شوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د کریمیا ۵۸.۵ سلنه وګړي روسي الاصله دي.

په کریمیا کې د ټولپوښتنې په تړاو لومړنیو پایلو ښودلې، چې ۹۵،۵ سلنې رای اچوونکو له روسیې سره د کریمیا د ټاپووزمې د یوځای کېدو پر پلوۍ خپلې رایې ورکړې دي.

میخایل مالیچیف ویلي، ۳،۵ سلنه رایې پر دې وې، چې کریمیا دې له اوکراین نه جلا کېږي.

په دې ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون کچه ۸۲،۷۱ سلنه وه.

تر اوسه د ټولپوښتنې بشپړې پایلې نه دي راوتلې.

رای اچوونکو دوو پوښتنو ته ځوابونه وویل:

- ایا له روسیې سره د کورواکې کریمیا له یوځای کېدو سره موافق یاست؟

- ایا د کریمیا د ۱۹۹۲ کال د اساسي قانون راستنېدل منئ، چې کریمیا دې د اوکراین یوه برخه وي؟

"ناقانونه"

زیاترو مخالفانو په دې ټولپوښتنه کې له رای ورکولو ډډه کړې ده، د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې هم دا ټولپوښتنه ناقانونه کړنه بللې ده.

د کریمیا ۵۸،۵ سلنه وګړي روسي الاصله دي، چې شاید د روسې په پلوۍ دې ټولپوشتنه کې د دوی رایو ډېر کار ورکړی وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption هغه کرېميايان چې غواړي له اوکرايين سره پاتې شي وايي داسې کومه ليوالتيا نه لري چې رايو کې برخه واخلي.

پرون اوکراین کې وضعیت ترینګلی شوی و.

د کريميا دوه ميليونه وگړي بايد يا له روسيې سره يوځاى کېدو او ياهم د پراخې کورواکۍ ترمنځ يو انتخاب کړي.

د شنبې په ورځ روسيې په ملگرو ملتونو کې د امنيت شورا هغه پرېکړه ليک ويتو يا رد کړ چې کرېميا کې يې ټولپوښتنه ناقانونه بللى. د امريکا د متحده ايالاتونو له لوري وړاندې شوې دغې طرحې نه د امنيت شورا ديارلسو غړو ملاتړوکړ او چين ممتنع پاتې شو.

په ملگرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالاتونو سفيرې سامنتا پاور وويل رايو د روسيې چې ناسوله ييزه لار تعقيبوي د منزوي توب پراخوالى وښوده او زياته ېې کړه چې دغه ټولپوښتنه د کريميا حالت نه شي بدلولى:

"روسيې د ويتو خپل حق نه د ناقانونه پوځي گام د ملاتړې په توگه کار واخيسته ، خو په دې کار سره روسيه نشي کولاى هغه واقعيت بدل کړي چې له نړيوال قانون سره په مخالفت وړاندې تگ به پايلې ولري.

په دې کارسره روسيه نشي کولاى چې د کرېميا حالت بدل کړي . کرېميا نن د اوکرايين يوه برخه ده ، سبا به يې برخه وي او راتلونکې اونۍ به د اوکرايين يوه برخه وي. کرېميا به ترهغې پورې د اوکرايين يوه برخه وي وي چې حالت يې د اوکرايين او نړيوال قانون له مخې نه وي بدل شوى".

په ملگروملتونو کې تر رايه اچونو د مخه په دې سازمان کې د ماسکو سفير ويتالي چورکين وويل د ملگرو ملتونو د امنيت شورا دغه پريکړه ليک د خپل برخليک د ټاکلو په برخه کې د کرېميايي ولس د ارادې څرگندولو مخه نيسي:

۱۶پلان

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر رایه اچونې وروسته روسي الاصله کریمیایان خپله خوښي لمانځي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مسکو ملاتړی د کریمیا مخکنی مشر سیرګي اکسیونوف سمفرپول کې خوښي کوي

"دا له هېچا پټه نه ده چې فدرالي روسيه به د دې پرېکړه ليک د طرحې پرضد رايه ورکړي. موږ د پريکړه ليک دا وړانديز نه شو منلى چې د مارچ شپاړسمې پلان شوې هغه ټولپوښتنه ناقانونه بولي چې د کرېميا جمهوريت خلک به خپله د خپل راتلونکې برخليک په اړه پرېکړه کوي.

دا ډول فلسفه چې د طرحې د جوړونکو له لوري وړاندې شوې د برابرو حقونو او د خلکو د ارادې د څرگندونې د نړيوال قانون له بنسټيزو اصولو سر ه مخالفت کوي چې د ملگرو ملتونو د منشور په لومړۍ ماده کې راغلى دى".

په مسکو کې د کرېميا د نيواک په پلوۍ او مخالفت لويې مظاهرې شوې دي.

خو د نړيوال مخالفت سرهسره په پام کې ده چې له اوکرايين سره د پاتې کېدو او ياله له روسيې سره د يوځاى کېدو په اړه کرېميا کې نن ټولپوښتنه وشي.

د بي بي سي خبريال جېمز رينولد د کريميا له پلازمېنې سيمفروپل څخه په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي، د کرېميا په پلازمېنه سيمفروپل کې فضا کړکېچنه ده.

اوکرايين وايي روسيې زغزوال گاډي او چورلکې لېږلې چې د کرېميا د خاورې يوه تراړه ونيسي .دې ته په ځواب کې اوکرايين وايي ځواکونو يې دفاعي حالت غوره کړى .

بي بي سي په دې نه ده توانېدلې چې په خپلواکه توگه ددغو پېښو پخلى وکړي .خو پر کرېميا د روسيې پوځي کنټرول خورا مظبوط دى .

د روسۍ ژبې ډېرى ويونکي د خپل گاونډي ددغو کړنو هرکلى کوي .

يوه سړي د ښار په څلور لارې کې کره ورځ د روسيې يو لوى بيرغ رپوه او نورو بيا له خپلو موټرو څخه د روسيې بيرغونه رايستلي او رپول يې.

د ښار په هره برخه کې داسې پوسترونه گورئ چې خلک هڅوي چې له روسيې سره يوځاى کېدو ته د هو رايه ورکړي .

دا له کوم ځنډ پرته ټاکنې دي.

د رايو په ورقو کې د نه رايې لپاره هم ځاى نه شته، نو په دې ډول به حالات څنگه چې دي پر همدې لوري به درومي.

هغه کرېميايان چې غواړي له اوکرايين سره پاتې شي وايي داسې کومه ليوالتيا نه لري چې رايو کې برخه واخلي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ټولپوښتنه کې د خلکو ګډون ډېر زیات و.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لوېدیځو هېوادونو دغه ټولپوښتنه 'ناقانونه' کړنه بللې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کریمیا مرکز سمیفروپول د رای اچونې په یوه مرکز کې خواړه او څښاک هم برابر شوي وو.

ورته مطالب