د ناټو پر ځینو وېبپاڼو بریدونه شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ناټو ویلي، چې دغه انټرنېټي بریدونه د دوی د وېبپاڼو پر اساسي منځپانګو هېڅ اغېز نه لري او نه یې هم زیان ورته اړولی دی.

ناټو ویلي، چې پر ځینو وېبپاڼو یې بریدونه شوي، چې ښکاري د اوکراین کریمیا کې له روان وضعیت سره شاید دا کار تړاو ولري.

یوې ډلې چې ځان ته Cyber berkt نوم ورکوي، ویلي چې "د اوکراین قهرېدلي وګړي پخپل هېواد کې لاسوهنه نه شي زغملی، همدا ده چې د ناټو پر وېبپاڼو بریدونه وشول".

خو تر اوسه د دغې ادعا کوم رسمي پخلی نه دی شوی.

ناټو ویلي، چې دغه انټرنېټي بریدونه د دوی د وېبپاڼو پر اساسي منځپانګو هېڅ اغېز نه لري او نه یې هم زیان ورته اړولی دی.

دغه انټرنېټي بریدونه داسې مهال شوي، چې کریمیا له روسیې سره د یوځای کېدو او یا هم د یوې خپلواکې ادارې د پاتې کېدو لپاره ټولپوښتنه کوي.

ناټو، امریکا او لوېديځ هېوادنه دغه ټولپوښتنه ناقانونه کړنه بولي.

د ناټو یوې ویاندې اونا لونګیسکو ویلي، چې د ټکنالوژۍ کارپوهان د زیانمنو شویو وېبپاڼو پر بیارغونې بوخت دي.

لوګیسکو له نور څه ویلو ډډه کړې ده.

د امریکا د یوه څېړنیز مرکز د ټکنالوژۍ یوه کارپوه جان بومګارنز ویلي، لومړنۍ نښې ښيي، چې د دغو بریدنو ترشا د روسي پلوو کسانو لاسونه دي.

د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د کریمیا نیمه پاپووزمې ته د روسي ځواکونو د استولو پر سر ترینګلتیا رامنځ ته شوې ده.

اټکل دی، چې دغو روسي انټرنېټي برید کوونکو په ۲۰۰۷ کال هم استونیا کې برید کړی و، او په ۲۰۰۸ کال یې له روسیې سره د اختلاف پایله کې هم انټرنېټي بریدونو ته ملا تړلې وه.

ورته مطالب