"سوریه کې یاغي ډلې ډله ییزې وژنې کړي"

د انځور حقوق Getty
Image caption د ملګرو ملتونو د څیړونکو له خوا په خپور شوي رپوټ کې ویل شوي چې په محاصره شویو ښارګوټو کې خلک له ولږې مري.

په سوریه کې د ملګرو ملتونو له خوا د ترسره شوې یوې څیړنې په پایله کې ویل شوي چې یاغیانو په ډله ییزه توګه هغه کسان وژلي چې دوی نیولي وو.

د څیړنې په رپوټ کې ویل شوي چې د جنورۍ په میاشت کې د ماشومانو په روغتون کې د پېښې په ګډون په څو پېښو کې یاغیانو په ډله ییزه توګه ورسره بندي کسان وژلي دي.

په همدې حال کې د سوریې دولتي ځواکونه تورن شوي چې د بیلري بمونو په ګډون یې د درنو وسلو کارول ډېر کړي دي.

د څیړنې دا رپوټ په جینوا کې د بشري حقونو د شورا له بحث نه مخکې خپور شوی دی.

له جینوا نه د بي بي سي خبریاله ایمجن فولکس په خپل رپوټ کې وايي د څیړنې نړیوال کمېسیون په خپل رپوټ کې په ډاګه کړې چې د سوریې په شمال کې یې څنګه د ادعا شویو ډله ییزو وژنو په اړه څیړنه کړې ده.

رپوټ وايي په عراق کې له القاعدې شبکې سره تړلې د آی اېس آی اېس یاغي ډلې په ډله ییزه توګه نيول شوي کسان وژلي دي.

ویل شوي چې د نوموړې ډلې کسانو په حلب کې یو روغتون نیولی و چې ترینه یې د زندان په توګه کار اخیسته.

په رپوټ کې د عیني شاهدانو له خولې راغلي چې یو شمېر کسان د وژلو لپاره له روغتون نه بهیر لېږدول کېدل.

په رپوټ کې د ورته ډله ییزو وژنو څو نورې بیلګې هم وړاندې شوې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو څیړونکو موندلي چې د سوریې د دولتي ځواکونو له خوا هم د بیلري بمونو په ګډونو د درنو وسلو کارول ډېر شوي دي.

رپوټ وايي هوايي بریدونه پر پوځي اهدافو نه بلکې د ولسې خلکو د اوسېدو پرځایونو شوي دي.

ویل شوي چې په سوریه کې خوړو، اوبو، برېښنا او درو درملو ته نه لاس رسۍ معمول شوی او په محاصره شویو ښارګوټو کې خلک له ولږې مري.

د څیړنې د کمېسیون مشر او برازیلي دیپلومات پالو سرایو پینهیریو ویلي د هغو کسانو د نومونو لست یې جوړ کړی چې د جنګي جرمونو شک پرې کېږي.

په دې لست کې د سوریې د استخباراتي ادارو د مشرانو، زندانونو د مشرانو، پوځي قوماندانو، هوايي ډګرونو د چارواکو، د حکومت پلوه ملېشه او یاغي ډلو د مشرانو نومونه شامل دي.

ورته مطالب