هندی لیکوال خوشوانت سینګ ومړ

خوشوانت سینګ د انځور حقوق AP
Image caption خوشوانت سینګ د خپل عمر وروستیو کې د "خشوانت نامه: ده لېنز آف مای لایف" کتاب ولیکه.

د هند یو مشهور لیکوال خوشوانت سینګ د نهه نوي کلونو په عمر ومړ. نوموړي لسګونه ناولونه او د لنډو کیسو ټولګې لیکلې دي.

خوشوانت سینګ د تېرې پېړۍ اتیایمې او نوي یمې لسیزو په اوږدو کې په ګڼو ورځپاڼو کې د ایډېټر په توګه هم کار کړی دی.

"پاکستان ته روان اورګاډی Train to Pakistan" د خوشوانت سینګ هغه ناول دی، چې په ۱۹۴۷ کال د هند د خونړي وېش پر پېښو راڅرخي، چې بیا وروسته یې دغه ناول په فلمي بڼه هم جوړ شو.

لیکوال سینګ د هند پارلمان کې وکیل هم پاتې شوی دی.

د هغه کورنۍ وايي چې نوموړی نوي ډیلي کې پخپل کور کې مړ شوی دی.

د نوموړي د مړینې لامل ساه لنډي ښوول شوې ده.

سینګ تر مرګ پورې په ورځپاڼو کې طنزي لیکنې هم کولې، چې زښت ډېر ولسي مینه وال یې لرل.

د هند لومړي وزیر منموهن سینګ د دغه لیکوال د مړینې په اړه ویلي چې "هغه یو ډېر بااستعداده لیکوال و، په لیکنو کې ډېر روښانه او نژدې سړی و، ټول ژوند یې په هنر کې تېر کړ".

لنډ ژوندلیک

خشوانت سینګه د ۱۹۱۵ کال فبرورۍ پر دویمه د اوسني پاکستان پنجاب ایالت خوشاب ولسوالۍ په هډالي کلي کې زیږېدلی و.

لومړنۍ زده کړې یې د هند نوي ډیلي کې وکړې، او د لوړو زده کړو لپاره د لاهور حکومتي کالج کې شامل شو.

بیا وروسته د برتانیا کیمبرج پوهنتون او اېنر ټېمپل کې یې هم لوړو زده کړو ته ادامه ورکړه، خو لاهور ته تر ستنېدا وروسته، د محکمې وکیل شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption خشوانت سینګ تر ۳۰ ډېر ناولونه لیکلي، خو تر ۸۰ ډېرې لنډې کیسې او کتابونه لري.

د پاکستان او هند تر وېشل کېدا وروسته، د دغه لیکوال کورنۍ نوي ډیلي ته کډه شوه، او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت کې هم دنده مخته یووړه، خو ژر ترې راووت.

نوموړی په ۱۹۵۱ کال له بهرنیو چارو وزارت ووت او د آل انډیا رادیو کې خبریال شو.

خشوانت سینګ تر ۳۰ ډېر ناولونه لیکلي، خو تر ۸۰ ډېرې لنډې کیسې او کتابونه لري.

نوموړي "پاکستان ته روان اورګاډی" ناول په برکت په ۱۹۵۴ کال د ګروو پرېس نړیواله جایزه هم وګټله.

هغه د خپل عمر وروستیو کې د "خشوانت نامه: ده لېنز آف مای لایف" کتاب ولیکه.

ورته مطالب