د سټاټين په اړه اندېښنې "غولوونکې" دي

د انځور حقوق Geoff Kidd SPL
Image caption سټاټين درمل په وينه کې د کولېسټرول کچې کمولو لپاره کارول کېږي

د کولېسټرول کچې ښکته کولو درمل سټاټين يوه مخور څېړونکی پر دغه درمل ګوتنيونکي تورن کړي چې د کارولو خطر په اړه يې خلک غولوي.

پروفيسور سر روري کولېنز ويلي دوې نقدې مقالې چې د بريتانيا طبي جورنال کې خپرې شوې، ناسمې وې.

خو د دغه جورنال مديره فيونا ګوډلي وايي په دغو مقالو کې پوره څېړنه شوې وه.

دغه درمل له وړاندې په بريتانيا کې شاوخوا هغو اوه مليون وګړيو ته ورکول کېږي، چې په يوه لسيزه موده کې يو پر پنځه د زړه له ناروغۍ سره مخامخېدی شي.

د روغتيا او پاملرنې غوره والي ملي انسټيټيوټ (NICE) وايي د دغه ډول درملنې وړاندې کولو ساحه بايد هغو خلکو ته هم پراخه شي چې يو پر لسو يا لس سلنه د زړه له ناروغۍ سره مخامخېدی شي، چې له مخې يې د لا ډېرو خلکو ژوند وژغورل شي.

دغه سپارښتنه له هغې څېړنې وروسته کېږي چې په اکسفورډ پوهنتون کې يې د پروفيسور کولېنز ډلې څارنه کړې وه.

پروفيسور کولېنز د بريتانيا طبي جورنال پر ليکنو چې د هاروارډ طبي ښوونځي جان ابرامسن او بريتاونوي زړه پوه اسيم مالورتا ليکلې، نيوکې کړې دي. دغو دواړو ليکوالانو ادعا کړې چې سټاټين زيانمنونکې اړخيزې نيمګړتياوې لري او د مړينې شونتيا نه کموي.

ښاغلي کولېنز بي بي سي ته وويل "سټاټين هغو خلکو ته ورکول کېږي چې د زړه حملو او سکتې زياتېدونکی خطر لري. که د دغه زياتېدونکي خطر خلک خپل سټاټين درمل نه خوري، يا يې نه پيلوي، نو بيا به دوی له ناضروري زړه حملو او سکتو سره مخامخېږي، د زړه رګونو له بندښت به ناضروري مرګونه وي. دا يو ډول نامسئولانه ژورنالېزم دی."

خود بريتانيا طبي جورنال مديرې ډاکټرې فيونا کوډلي د خپلې خپرونې له مقالو دفاع کړې، او وايي ځينو څېړنو د دغه درمل اړخيزو نيمګړتياوو ته په ټيټه کتلي دي.

دې وويل "مقالې ښې لېکل شوې، او له سرچينو سره ښې تړل شوې وې، او د سيالو څېړونکو له لوري پرې ښه غور شوی و."

اوسمهال بايد ډاکټران هغو اټکل اووه ميليون خلکو ته سټاټين ورکړي، چې په لسو کلونو کې د زړه رګونو بندېدو له ۲۰٪ سلنه خطر سره مخامخېدی شي، خو د عمر، جنسيت او يا پر دې بنسټ چې سګرېت څکوي که نه، او څوره وزن لري.

مسوده شوی لارښود وايي داکټران بايد د هغو خلکو پر وړاندې د خطرونو قضاوت وکړي، چې له ۱۰٪ سلنې کم د زړه رګونو بندېدو ستونزه لري.

اوسمهال د بريتانيا روغتيا ملي خدمت (NHS) د کال ۴۵۰ ميليون پونډه پر سټاټين درمل لګوي.

که د سپارښتونو دغه مسوده مخ پر وړاندې ځي، په دغه لګښت کې به بنسټيز زياتوالی راځي، که څه هم دغه درمل د کلونو په تېرېدو ډېر ارزانه شوی دی.

ورته مطالب