چين د ورکې شوې الوتکې نوي تصويرونه ارزوي

Image caption په ورکه شوې الوتکه کې ۲۳۹ کسه سپاره دي، چې شاوخوا نیمايي يې چينايان دي

د ماليزيا چارواکي وايي چين د سپوږمکۍ هغه نوي تصويرونه پلټي، چې د هند په جنوبي بحيره کې اخيستل شوي او ډېر ګومان کېږي، چې د ورکې شوې الوتکې به وي.

د ماليزيا د ترانسپورت موقت وزير دغه خبر ورکړ او ويې ويل چې په تصويرونو کې يوه ټوټه ۲۲،۵ متره لويه ده.

ده وویل چې د چين حکومت به په دې اړه نور جزييات د شنبې پر ورځ ورکړي.

دغه الوتکه له نن نه ۱۶ ورځې وړاندې له ۲۳۹ سپرليو سره د کوالالامپور او بېجنګ پر لار لادرکه شوه.

چارواکي وايي دغه مسافر وړونکې الوتکه له پرواز يو ساعت وروسته د رادار له پردې ورکه شوه.

تر دې وړاندې ماليزيايي چارواکو له امريکا غوښتي وو، داسې وسايل ورکړي چې د اوبو دننه په الوتکه پسې لټه پيل کړي.

وړمه ورځ ولسمشر بارک اوباما وويل د ماليزيا د ورکې شوې الوتکې لټون يې په لومړيتوبونو کې ځای لري.

په دغه الوتکه پسې له تېرو ۱۶ ورځو راهسيې د سيمې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سپوږمکۍ، الوتکې او بېړۍ لټون کوي.

تر دې وړاندې هم دوه ځله سپوږمکيو داسې تصويرونه خپاره کړل چې ښايي د ماليزيا د ورکې شوې الوتکې ټوټې به وي، خو وروسته ناسم وختل.

ورته مطالب