د ورکې شوې الوتکې نوي 'احتمالي' انځورونه

Image caption د هند د سمندر پر اسمان تر ۲۳۰۰۰ کیلومترو پورې ۵ الوتکې چورلېږي، چې د ورکې شوې الوتکې څرک ولګوي.

مالیزیا وايي، د فرانسې د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ یې داسې نوي انځورونه موندلي، چې شاید د هند سمندر سوېل کې د ورکې شوې مالیزیایۍ الوتکې وي.

دا په روانه اونۍ کې درېیم ځل دی، چې مصنوعي سپوږمکۍ په اوبو کې د الوتکې د پاتې شونو د انځورونو خبرونه ورکوي.

د استرالیا ولسمشر توني ابوټ وايي، د مالیزیايۍ الوتکې د پاتې شونو موندلو هڅې ډېرې شوې، خو چین وايي چې د لټون له نړیوالې ډلې سره یې دوو الوتکو فعالیت پیل کړی دی.

وړاندې داسې رپوټونه وو، چې ګني د دغې ورکې شوې الوتکې دوې ټوټې د هند په سمندر کې موندل شوې دي.

له تېرو څه باندې دوو اونیو راهیسې د تري تم شوې الوتکې لټون روان دی.

په دې الوتکه کې ۲۳۹ کسان سپاره وو، چې د مالیزیا له کوالمپور څخه د چین پر لور تر لږ مزل وروسته تري تم شوه.

د مالیزیا د ترانسپورت سرپرست وزیر هشام الدین حسین په تېره شنبې ویلي وو، د چین مصنوعي سپوږمکۍ د هند سمندر په اوبو کې یو لوی څیز کشف کړی، چې تمه کېږي د الوتکې ټوټه به وي.

حسین خبریالانو ته وویل، چې کولالمپور کې د چین سفیر ورته ویلي چینايي مصنوعي سپوږمکۍ د ۳۰ متره اوږده او ۲۲ سورور څیز په موندلو توانېدلې ده.

وزیر دا هم وايي، چې "د ځینو رپوټونو له مخې، چینايي سفیر د لیدل شوي څیز انځور هم خپور کړی دی، چې د سمندر په جنوبي برخه کې لیدل شوی".

حسین وايي چې هلته د دغه څیز د څرک لګولو لپاره بېړۍ روانې شوې دي.

پر همدې مهال، د استرالیا پرت ټاپو ته د چین هغه دوې مرستندویې الوتکې رسېدلې، چې د ورکې شوې الوتکې له نړیوال لټون ډلې سره همکاري وکړي.

استرالیايي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ چینايي الوتکو ته اړین توکي چمتو شوي، چې د دوشنبې ورځې د لټون په عملیاتو کې مستقیمه برخه واخلي.

د استرالیا د سمندري ځواکونو یوه چارواکي جان یونګ، چې د لټون د برخې مشر دی، ویلي چین ته د الوتکې لټون ډېر اهمیت لري.

دا مهال د استرالیا سمندري ځواکونو (ساکس) په نامه بېړۍ د ژغونې عملیات کوي.

پاتې شوني

مصنوعي سپوږمکیو له ۲۵۰۰ کیلومتره لیرې واټن څخه له تېرو دوو ورځو راهیسې د استرالیا پرټ ښار ته څېرمه عملیات کوي، خو تر اوسه یې هېڅ نه دي موندلي.

د روان مارچ پر اتمه هغه مهال له الوتکې سره اړیکه غوڅه شوه، چې له کولالمپور څخه بیجینګ ته یې یو ساعت سفر وکړ.

مالیزیايي چارواکي اټکل کوي، چې الوتکه په زور له خپل تګلوري ګرځول شوې ده.

د هند د سمندر پر اسمان تر ۲۳۰۰۰ کیلومترو پورې ۵ الوتکې چورلېږي، چې د ورکې شوې الوتکې څرک ولګوي.

اټکل دی، چین به د امریکا او جاپان له ژغورندویو الوتکو سره نورې الوتکې هم ملګرې کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نړیوالې ژغورنې له شپږو جیټ الوتکو سره دوې چینايي الوتکې یوځای شوې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جاپاني پوځي الوتکه له مالیزیا استرالیا ته خوځېدلې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر شنبې لټونکې ډلې هېڅ ترلاسه نه کړل

ورته مطالب