کینیا کې پر کلیسا برید شپږ کسان وژلي

د انځور حقوق
Image caption پولیس وايي، وسله والو پر خلکو ډزې پیل کړې.

کینیا ته نژدې ممباسا ښار کې شپږ هغه مهال ووژل شول چې وسله والو پر یوې کلیسا برید وکړ.

چارواکو وویل، په لیکنویا کې یو شمیر خلک هغه مهال ټپیان شول کله چې دوه تنه وسله وال یوې کلیسا ته دننه شول او له یوه مخه یې په ډزو پیل وکړ.

مخکې له دې چې سیمې ته پولیسورسیږي برید کوونکي په تیښته بریالي شول.

هېڅ کومې ډلې د دې برید پړه په غاړه نه ده اخیستې. خو چارواکو اکثره د دې ډول بریدونو پړه د الشباب په څېر اسلامي توندلارو ډلو اچوي.

د تل په څیر برید کوونکي ځوانان و، او یو یې جګ تور پوستی و، چې اوږدې جامې یې اخوستې وې، او د د وی له کړنوداسې ښکارېده چې هر څه سم دي. رویترز ته یوه عیني شاهد پیتیر موسیا ویلي،

کله چې ډزې وشوې د کلیسا څوکۍ ټولې په بل مخ شوې وې او انجیلونه په وینو کې لت پت وو.

دوی زموږ په ډله کې په هغو کسانو برید کړ چې بهر ولاړ ول.

په دې ورځو کې امنیتي چارې سختې شوې وې، او هغه دوه تنه یې لټول چې د پولیسو په وینا په موټر کې بمونه ځای په ځای کړي و.

په ممباسا کې په دې میاشتو کې د تاوتریخوالي اوازې زیاتې شوې، او پر سخت دریځو د امنیتي ځواکونو څار زیات شوی. ممباسا او د کینیا پلازمینه نایروبي کې له هغه راهیسې دا ډول بریدونه زیات شوي چې کینیا په ۲۰۱۱ کال کې خپل پوځي ځواکونه سومالیا ته د الشباب ډلې د ځپلو لپاره استولي وو.

ورته مطالب