تايلنډ کې د بس چپه کېدو ۳۰ کسه وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption تايلنډ کې د ټکر پېښې عادي دي او لامل له ګڼې ګوڼې ډک سړکونه ښوول شوي دي

د تايلنډ چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۳۰ کسه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

دا خونړی پېښه د دوشنبې په شپه د تک په ولايت کې شوې ده.

د تايلنډ پوليس وايي بس موټر په دغه غرنۍ سيمه کې هڅه کوله چې په غرنيو کږلېچونو کې له نورو موټرو مخکې شي، خو وښووېد او يوې تنګې درې ته ولوېد.

دغه دوه چته بس موټر ځايي دولتي کارکوونکي لېږدول او باور دا دی چې په ټپيانو کې يو ماشوم هم شته.

د تايلنډ پولیس وايي، بس چلوونکي چې پښتۍ يې ماتې دي ورته ويلي چې د موټر برېکونو کار پرېښود او دغه پېښه رامنځته شوه.

پر دغه لار چې د تايلنډ له سرحدي سيمو تېرېږي، تل بسونه او لارۍ تګ راتګ کوي.

ويل کېږي سره له دې چې چلوونکو ته پر لويه لاره د خبرداري نښې لګېدلي بيا په دغه لار اکثره د ټکر پېښې کېږي.

په تايلنډ کې د ټکر پېښې عادي دي او لامل يې د خونديتوب کمزوري معيارونه او له ګڼې ګوڼې ډک سړکونه ښوول شوي دي.

په فبروري مياشت کې ۱۵ کسه هغه مهال ووژل شول چې يو بس موټر د پټايا ښار سره نژدې له يوې لارۍ سره وجګېد.

په يوه بله پېښه کې هغه مهال ۲۹ کسه مړه شول، چې يو بس موټر له پله ښکته ولوېد.

ورته مطالب