واشنګټن کې ځمکې ښوېدو ۱۴ کسان وژلي دي

د انځور حقوق na
Image caption له شنبې ورځې راهیسې کوم ژوندی کس نه دی راویستل شوی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واشنګټن ایالت په سنوهومیش ولسوالۍ کې د ځمک ښوېدنې له ځپلو وګړو سره د مرستې لپاره له سیمه ییزو ادارو سره د مرکزي دولت د ملاتړ اعلان کړی دی.

مرکزي دولت دغه راز په دغه ایالت کې د بېړني حالت اعلان هم کړی دی.

تر اوسه پورې د ۱۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

چارواکي وايي، له پېښې وروسته تر اوسه له ۱۰۰ ډېر کسان بې درکه دي.

له شنبې ورځې راهیسې کوم ټپي کس نه دی راویستل شوی او د بندو پاتې شویو کسانو د ژوندي پیدا کېدو هیلې په چټکۍ په کمېدو دي.

ټاډ اېلوېګ د سنوهومیش ټایمز ورځپاڼې مدیر دی. نوموړی ځپل شوې سیمې ته ورغلی او هلته لیدلی حال داسې بیانوي.

''د ځپل شوې سیمې صحنه وېروونکې ده، ځکه که څوک نژدې ولاړ وي، د خاورو لاندې او په خټه کې دننه لا هم د شیانو د خوځېدو غږونه اورېدلای شي. چارواکي رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې ډېر نژدې ورشي، ځکه لا هم دلته وضعیت د شګلن سېلاو غوندې دی''.

د سیمې خلکو ویلي د هغو خلکو غږونه يې اوریدلي دي چې په دې پېښه کې بند پاتې شوي دي.

خو د سیمې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چارو يوه مشره وویل، چې وضعیت ډېر خطرناک دی او دا د ژغورنې عملیاتو ته ستونزې جوړوي.

چارواکو د ځمکې د ښویدو لامل زیات اورښت ښودلی، او ګومان کیږي چې د سه شنبې تر ورځې به دا اورښت دوام ولري.

دوی له خلکو غوښتي چې لوړو سیمو ته لاړ شي.

ورته مطالب