شمالي کوریا د منځني واټن توغندي ازمایلي

د انځور حقوق AP
Image caption جنوبي کوريا د شمالي کوريا دغه ګام د ګاونډيانو لپاره يو ګواښ بولي

شمالي کوریا د منځني واټن دوه توغندي ازمایلي دي.

که څه هم په دې وروستیو کې دغه هېواد څو ځلې د لنډ واټن توغندي توغولي خو له تېرو پنځو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې دا ډول توغندي ازمايي.

دغه توغندي له هغې یوازې څو ساعته وروسته توغول شوي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په هالنډ کې د جنوبي کوريا له ولسمشرې پارک ګون هې سره وکتل.

په دغه کتنه کې ولسمشر اوباما د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره په یوه ناسته کې د شمالي کوریا د اتومي ګواښ په اړه خبرې اترې وکړې.

د سويلي کوریا د دفاع وزارت یوه ویاند کیم مین سیوک وویل، د توغندي توغونې دغه ګام ګاونډیو هېوادونو ته د شمالي کوریا ګواښ دی.

دی وايي: ''شمالي کوریا د پیونګیانګ په شمال کې له خپلې ختیځې ساحلي سیمې سوکچون نه له ځمکې نه هوا ته دوه ویشتونکي توغندي د سمندر پر لوري وتوغول''.

دی وايي دا یوه څرګنده خبره ده، چې د روډونګ په نوم دا توغوندی ګاونډي هېوادونه په نښه کولای شي.

د سويلي کوريا د دفاع وزارت وايي، په ځانګړي ډول په دې توغوندي د جاپان ډېری ټاپوګان ویشتل کېدای شي.

تر دې وړاندې شمالي کوريا څو ځله د توغنديو ازموينې کړې، چې د ګاونډيو او لويديځو هېوادونو له لوري پرې نيوکې شوې دي.

د شمالي کوريا له لوري د توغنديو د ازموينې دوام لويديځ اړ کړی، چې په دغه هېواد يو لړ بنديزونه ولګوي.

ورته مطالب