''د ماليزيا ورکه شوې الوتکه اوس بل ځای لټوو''

د انځور حقوق .
Image caption دغه الوتکه له تېرو درې اوونيو راهيسې له ۲۳۹ سپرليو سره ترۍ تمه ده

د مالېزیا د ورکې شوې الوتکې د موندلو د هڅو تنظیموونکو استرالیايي چارواکو اعلان کړی، چې په سوېلي هند سمندر کې د لټون سیمه بدلوي.

نوی تمرکز له پخوانۍ سیمې شمال ختیځ خوا ته ۱۱۰۰ کلومتره واټن لري.

د استرالیا د سمندري خوندیتابه د ادارې یو چارواکی وايي نوې سيمه د استراليا له پرت ښار نه لويديځ لوري ته شاوخوا ۱۸۵۰ کیلومتره واټن لري.

دی وايي هغه سيمه چې د لټون لپاره نوې په نښه شوې کابو درې لکه او ۱۹۰۰۰ مربع کلومتره پراخوالی لري.

د استرالیا د فضايي څار ادارې خپلو سپوږمکیو ته لارښوونه کړې، چې د نوې سیمې انځورونه واخلي.

د هوا پېژندنې اداره وايي په نوې سیمه کې د هوا حالات ښه دي او د چارواکو په خبره په ننني لټون کې به ۱۰ الوتکې برخه واخلي.

د ماليزيا د هوايي شرکت الوتکه چې ۲۳۹ کسه په کې سپاره دي له تېرو درې اوونيو راهيسې ترۍ تمه ده.

دغه الوتکه له کوالالامپور نه بېجنګ ته پر لاره وه، چې له الوتلو څو ساعته وروسته د رادار له څپو ورکه شوه.

څو ورځې وړاندې ماليزيايي چارواکو وویل چې الوتکه لوېدلې او هغو ګنګوسيو ته يې د پای ټکی کېښود چې ښايي دغه الوتکه يرغمل شوې وي.

د الوتکې د ۲۳۹ سپرليو له نيمايي زيات يې چينايان ښوول شوي دي.

څو ځلې وړاندې هم سپوږمکيو په سمندر کې داسې ټوټې په نښه کړې، چې ویل کېدل ښايي د ماليزيا د ورکې شوې الوتکې به وي، خو وروسته ناسم وختل.

ورته مطالب