اوباما او پوتين د اوکراين په اړه غږېدلي

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر اوباما تېره ورځ هم له روسيې غوښتي و، چې له پولو خپل ځواکونه په شا کړ

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اوکراين او کريميا د کړکېچ په اړه يو ساعته تيليفوني خبرې کړې دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، امريکا له روسيې د خپلو هغو وړانديزونو په اړه ليکلی تضمين غوښتی چې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره يې کړي وو.

خو ولسمشر پوتين ويلي چې په اوکراين کې بايد د يو شمېر سخت دريځو کړيو مخه ونيول شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون هم پرون وويل چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين له لوري ډاډ ورکړای شوی چې په اوکراين کې د پوځي مداخلې نيت نه لري.

سرمنشي بانکي مون وویل له روسي ولسمشر سره يې د دې هېواد د اندېښنو او هوډ په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلی بان وايي: (ولسمشر پوتين راته ویلي چې د کوم پوځي ګام پورته کولو نيت نه لري. دا هم بايد ووايم چې ولسمشر پوتين راته د ځينو سخت دريځو کړيو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. خو دا ډاډ يې راکړ چې پر پوله د پوځ د خوځولو نيت نه لري).

بل خوا ناټو ویلي د اوکراين پر پوله د روسي ځواکونو ډېرېدنه د دوی لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د ناټو د رسنيو د برخې مشر ډګروال جانسن بي بي سي ته وويل د روسي پوځونو له فعاليتونو او حرکاتو داسې برېښي چې دا کوم پوځي تمرين نه، بلکې نظامي چمتووالی دی.

د ناټو سرمنشي انرس فو راسموسېن هم ویلي چې په بالتيک هېوادونو کې خپل هوايي څار ډېروي، چې د روسيې په پوځي فعاليتونو نظر وساتي.

انرس فو راسموسېن وايي: (موږ د دريو بالتيک هېوادونو په ګډون د خپلو ټولو ملګرو د اغېزناکې دفاع لپاره مناسب پلانونه جوړ کړي. په دريو بالتيک هېوادونو کې مو هوايي څار هم ډېر کړی. امريکا سيمې ته نورې الوتکې رالېږلې دي. فرانسې، ډنمارک او برتانيا هم هوايي څار ډېر کړی دی. که اړتيا وي له نورو ګامونو به هم ډډه ونه کړو).

ولسمشر اوباما تېره ورځ هم له روسيې غوښتي و، چې له پولو خپل ځواکونه په شا کړي او په سيمه کې وضعيت خپل عادي حالت ته راولي.

ورته مطالب