له غوماشو سره"نړیواله جګړه"

د انځور حقوق AFP
Image caption هغه کسان چې سږ دوبی د برازیل نړیوال فوتبال کپ ته درومي باید احتیاط وکړي.

موږ د نړۍ په لروبر کې د غوماشو له چیچلو نه او له دې لارې له را منځ ته شوو ناروغیو خلاصېدلی شو.

د کارابین په سیمه کې د ورځې له خوا غوماشي خلک چیچي او د چیګونګونیا په نوم ناروغۍ خپروي.

د کاربین سمندرګي نیمایي وګړي په شاوخوا شپږ زرو قضیو کې ښکېل دي چې غوماشو ناروغي ور پورې کړې ده.

د دغو غوماشو له منځه وړل اسان نه دي. دوی په اوبو کې خپل نسل زیاتوي او غټ غوماشي په خلکو بریدونه کوي او ناروغوي یې.

غوماشي د ملاریا تر څنګ چې په پراخه کچه پېژندل شوې ناروغي ده، خلکو ته ځینې نورې ستونزې هم مخې ته کوي.

ژېړه تبه

هغه کسان چې سږ دوبی د برازیل نړیوال فوتبال کپ ته درومي باید احتیاط وکړي.

پر ژېړه تبه هرکال دوه سوه زره تنه اخته کېږي.

ډېر خلک د افریقا په نیمه وچه کې دا تبه لري.

په ۱۹۸۱م کال کې کیوبایی ډاکتر او ساینس پوه کارول فینلې وړاند وینه وکړه چې دا ناروغي د غوماشو له لارې خپرېږي.

خو شل کاله وروسته د هغه دا تیوري ثابته شوه.

د پاناما کانال کې په دې ناروغۍ له اخته کسانو نه په لسو کې یو مري.

کله چې څوک په دې ناروغۍ اخته شي، نو څو شپې وروسته یې ژيړه تبه شي.

په لومړي پړاو کې داسې بريښي چې ناروغان ښه شوي، خو وروسته شاوخوا ۱۵ فیصده ناروغان بیا مسومېږي او نیمایي یې مري.

وروسته د ژېړې تبې بیلګې زیاتېږي او په پوستکي او سترګو اغېز کوي او لړمون زیانمنوي.

په اسپانوي کې دې تبې ته تورې کانګې وایي او ناروغ تورې کانګې کوي او وروسته وینه استفراقوي.

خو اوس له نیکه مرغه د دې تبې پرضد واکسین شته او هغه کسان چې د برازیل فوټبال نړیوال جام ته ورځي، کولی شي چې ستنې ووهي.

ډینګي

اوس د نړۍ د وګړو نیمایي د دې ناروغۍ له خطر سره مخ دي.

د دې ناروغۍ نښې تبه، سخت سرخوږی، د سترګو شاته سخت درد، د عضلاتو او هډوکو درد او پر بدن د دانو ختل دي.

۴۰ کاله مخکې په برازیل کې د ډینګي ناروغي نه وه.

د ۲۰۱۳ م کال په لومړی نیمایي کې د نړۍ په لرو بر کې ۱،۶ مېلونه تنه په دې ناروغۍ اخته وو.

د ډینګي د درملنې لپاره ځانګړي درمل او ستنې نشته.

درملنه یې استراحت، د زیاتو مایعاتو څښل او د پاراسیتامول کارول دي.

سخته ډینګي د مرګ سبب هم ګرځي.

چیکونګونیا

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۲م کال کې په تانزانیا کې وموندل شوه او د کږولو په مانا ده.

د دې ناروغۍ نښې سخته لنډه تبه، زړه بدی دی او یوه اوونۍ دوام کوي.

خو داسې پېښې هم ثبت شوې دي چې دې ناروغۍ څو اوونۍ دوام کړی دی.

په تېر نوومبر کې د کا رابین په ټاپوګانو کې د چیکونګونیا لومړنۍ ناروغي ثبت شوې وه.

د انځور حقوق
Image caption د غوماشو او له هغو سره د تړلو ناروغیو راکمول او له منځه وړل په دې پورې اړه لري چې د غوماشي په چلند پوه شو

دا ناروغي په افریقا، جنوبي اسیا او جنوب ختیځه اسیا کې عامه ده او اوس امریکا ته هم ورتلونکې ده، ځکه چې په فلوریدا او تکساس کې د دې ناروغۍ وړونکي غوماشي موندل شوي دي.

لا کروسې اېنسېفالیتېس

دا ویروس د لا کروس په نوم نومول شوی چې د امریکا په وینکونسن کې په ۱۹۶۳م کال کې وموندل شو.

دا ناروغي دومره عامه نه ده او هرکال له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې کسان چې زیاته برخه یې ماشومان دي، پرې اخته کېږي.

نښې یې تبه، سرخوږی، کانګې او ستړیا ده. سختې پېښې یې خبره کوما او فلج ته رسولی شي.

فیلاریاسېس

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره هندي او فارس ډاکټرانو ۲۵۰۰ کاله وړاندې وپېژندله چې غوماشي یې لېږدوي.

دا ناروغي په یوه کال کې چینجي جوړوي او د انسان بدن ته ور ننوځي او د وینې او اوبو د جریان پر سیستم اغېز کوي.

دا چینجی پوستکي او ځانګړې توګه د پښو، لاسونو او تخرګونو پوستکي ته ننوځي.

د غوماشو ځپل

د غوماشو او له هغو سره د تړلو ناروغیو راکمول او له منځه وړل په دې پورې اړه لري چې د غوماشي په چلند پوه شو.

ورته مطالب