د اوکراين د کړکېچ پر سر د ناټو غونډه

د انځور حقوق AFP
Image caption تمه ده چې په دغه غونډه کې به ناټو کیف ته د نورو مرستو وړاندیز هم وکړي

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د اوکراین کړکیچ په اړه د بحث لپاره غونډه کوي.

دوی به د ناټو سازمان هغو غړو هیوادونو ته د ډاډ ورکولو لپاره چې له روسیې سره د اوکراین له یوځای کیدو او د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو له امله په ویره کې دي د اړینو تدابیرو په اړه بحث وکړي.

تمه ده چې په دغه غونډه کې به ناټو کیف ته د نورو مرستو وړاندیز هم وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به دغه راز د اروپا ختیځ او منځنۍ برخې ته د دغه سازمان د پراخولو په اړه هم خبرې وکړي، هغه ګام چې مسکو یې تل مخالف کړی.

خو د ناټو عمومي منشي اندریس فو راسموسېن دغه بهیر تاریخي بریا ګڼلی او ویلي یې دي چې دغه بهیر به دوام وکړي.

دا له هغه راهسيې کريميا له روسيې سره يو ځای شوې او د يوه سياسي کړکېچ لامل شوې دا لومړی ځل دی چې د ناټو وزيران راټولېږي.

بل خوا روسيې هم راپور ورکړی چې له اوکراين سره له ګډې پولې يې د خپلو ځينې جنګي بېړيو او پوځي وسايلو د وتلو امر کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاين ماير د اوکراین په ختیځو پولو کې د روسي ځواکونو د شمېر کمښت ته هرکلی ویلی دی.

د روسیې د دفاع وزارت وایي دوی به د رستوف له سیمې یو زغروال پلی کنډک وباسي.

د فرانسې او پولند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته ښاغلي شټاين ماير وویل دا د دې څرګندویي کوي چې اوس حالات زیات کړکېچن نه دي.

ویل کېږي چې لا هم زرګونه روسي پوځيان د روسیې او اوکراین په پوله کې ځای پر ځای شوي دي.

ګاز پروم

سر له نن (سه شنبه، د اپريل لومړۍ) څخه د روسیې د ګاز شرکت ګاز پروم پر اوکراین د خپل ګاز بیه لوړوي.

د دغه شرکت اجرایوي رئیس الیکسي میلر تیره میاشت ویلي وو د ګاز بیه ځکه لوړي وي چې کیف ونه توانید شرکت ته پیسې چې له یو نیم ملیار ډالرو هم اوړي ورکړي.

په دوديزه توګه روسیې اوکراين ته د ګازو سبسایډې وړاندې کړې خو اوس داسې ښکاري چې پر اوکراین د پلورل کیدونکي ګاز بیې دریمه برخه لوړه شي.

د اوکراین موقت حکومت هڅه کوي چې په سختو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

دغه حکومت باید د نړیوال وجهي صندوق د مالي مرستې تر لاسه کولو لپاره د لګښتونو د راکمولو لپاره اړین تدابیر په پام کې ونیسي.

تمه ده چې له دې سختو شرایطو ځان وباسي. په اوکراین کې به د ګاز بیه راتلونکې میاشت لوړه شي.

ورته مطالب