ناټو: د روسي ځواکونو د وتلو څرک نشته

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو سرمنشي وایي روسیې له اوکرایني پولو پوځونه نه دي ایستلي

ناټو وایي د اوکراین له ختیځو پولو د روسي ځواکونو د وتلو نښې نه ویني.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو متحدین د مسکو غبرګون ته تیاری نیسي.

د ناټو سرمنشي اندرې فو راسموسن وایي، ناټو د اوکراین له پولو د روسي ځواکونو وتل نه دي لیدلي.

ښاغلي راسموسن یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د کړکېچ د حل ښه لاره سیاسي خبرې اترې دي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن(سې شنبه د اپرېل لومړۍ) په بروکسل کې د اوکراین کړکیچ په اړه د بحث لپاره سره جرګه شول.

وزیرانو د ناټو سازمان هغو غړو هیوادونو ته د ډاډ ورکړ چې له روسیې سره د اوکراین له یوځای کېدو او د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو له امله په ویره کې دي د اړینو تدابیرو په اړه یې بحث وکړ.

په دغه غونډه کې ناټو کیف ته د نورو مرستو وړاندیز هم وکړ.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز د اروپا ختیځ او منځنۍ برخې ته د دغه سازمان د پراخولو په اړه هم خبرې وکړې، هغه ګام چې مسکو یې تل مخالف کړی.

خو د ناټو عمومي منشي اندریس فو راسموسېن دغه بهیر تاریخي بریا ګڼلی او ویلي یې دي چې دغه بهیر به دوام وکړي.

دا له هغه راهسيې کريميا له روسيې سره يو ځای شوې او د يوه سياسي کړکېچ لامل شوې دا لومړی ځل دی چې د ناټو وزيران راټولېږي.

بل خوا روسيې هم راپور ورکړی چې له اوکراين سره له ګډې پولې يې د خپلو ځينې جنګي بېړيو او پوځي وسايلو د وتلو امر کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاين ماير د اوکراین په ختیځو پولو کې د روسي ځواکونو د شمېر کمښت ته هرکلی ویلی دی.

د روسیې د دفاع وزارت وایي دوی به د رستوف له سیمې یو زغروال پلی کنډک وباسي.

د فرانسې او پولند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته ښاغلي شټاين ماير وویل دا د دې څرګندویي کوي چې اوس حالات زیات کړکېچن نه دي.

ویل کېږي چې لا هم زرګونه روسي پوځيان د روسیې او اوکراین په پوله کې ځای پر ځای شوي دي.

ورته مطالب