''جيش العدل ډلې ايراني سرتېري خوشي کړي''

د انځور حقوق
Image caption دغه سرتېري تېرکال وتښتول شول او يو تن يې وسله والو وژلی دی

د ايران يو شمېر خبري اژانسونو د وسله والې ډلې جيش العدل له لوري د ايراني سرحدي سرتېرو د خوشي کېدو خبر تاييد کړی دی.

د دغو ايراني عسکرو د خوشي کېدو په اړه له ضد او نقيض خبرونو وروسته د ايران د فارس خبري اژانس د يوه سرچينې له قوله وليکل چې :''دغه سرتېرو څو ساعته وړاندې د جيش العدل په نوم يوې ډلې له لوري په پاکستان کې ايراني چارواکو ته سپارل شوې دي''.

دغه راز تسنيم خبري اژانس ليکلي چې: ''تښتول شوي سرحدي عسکر د اورپکو له لورې خوشي شوي او پاکستاني چارواکو او يو شمېر مخورو سني مشرانو ته سپارل شوې دي، خو تراوسه ايران ته نه دي داخل شوي''.

دغه راپورونه له هغه څو ساعته وروسته خپرېږي، چې د العربيه تلويزيون چې مرکز يې په دوبۍ کې دی راپور ورکړ، د جيش العدل له لوري تښتول شوي ايراني پوله ساتي خوشي شوي.

د تښتول شويو ايراني سرتېرو شمېر پنځه ښوول شوی، خو يو تن يې مخکې دغې ډلې وژلی او څلور يې پاتې دي.

دوې ورځې وړاندې د جیش العدل ډلې ويلي و، د مذاکراتو تر پایلو به هېڅ یو پوله ساتونکی ونه وژني.

دغې ډلې مخکې ګواښ کړی و چې د اپریل تر ۲يمې به یو بل ایرانی پوله ساتونکی هم اعدام کړي.

جيش العدل غوښتنې

خو وروسته يې په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې ''د خبرو اترو تر پایه به د یرغمل شو کسانو ژوند ته هیڅ ګواښ پېښ نه شي''.

جیش العدل له ایران نه غوښتي د دغو پوله ساتونکو د خلاصون لپاره باید د دې ډلې ۵۰ زنداني غړي، په ایران کې ۲۰۰ سني مذهبه زندانیان او همدارنګه ۵۰ سني ښځې چې د جیش العدل په وینا په سوریه کې له سپاه پاسداران سره بندیان دي، خوشې کړي. جیش العدل ویلي، د پوله ساتونکو د ازادولو په اړه په مذاکراتو بوخت دي، خو ایراني چارواکو په دې اړه چې آیا اوس خبرې اترې روانې دي، په ډاګيزه توګه څه نه دي ويلي.

ايراني چارواکو دوې اوونۍ مخکې له جیش العدل سره د پوله ساتونکو د خلاصون په اړه 'د اړیکو نیولو' په تړاو خبر ورکړی وو.

د سیستان او بلوچستان ولایت څارنوال ابراهیم حمیدي دوې ورځې ورسته له هغه چې د یوه تن پوله ساتونکي د وژل کیدو خبر خپور شو اعلان وکړ، چې جیش العدل خپلې غوښتنې په رسمي ډول نه دي اعلان کړي، او یادې شوې غوښتنې هم 'غیر منطقي' دي. د پنځو تنو یرغمل شویو پوله ساتونکو څخه د یوه تن د وژل کېدو خبر څو اوونۍ وړاندې خپور شو.

د ایران دغه پوله ساتونکي تېرکال د ایران په سوېل ختیځ کې د ایران اوپاکستان له ګډې پولې وتښتول شول.

ورته مطالب