روسیې ۲۵ اوکرایني اتباع نیولي دي

د انځور حقوق afp
Image caption په اوکرایین کې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

د روسیې فیدرالي امنیتي اداره وايي ۲۵ هغه اوکرایینیان یې نیولي چې په وینا یې تېره میاشت یې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو په اړه د ټول پوښتنې پرمهال د ترهګرو بریدونو پلان درلود.

نوموړې اداره وايي دغه نیول شوي کسان د سخت دریځو ملتپالو ډلو غړي دي او په روسیه کې یې دننه د بریدونو پلان درلود.

د روسیې فیدرالي امنیتي اداره وايي دغو کسانو د مارچ د میاشتې له ۱۴ تر ۱۷ نیټې پورې د روسیې په بېلا بېلو برخو کې د بریدونو پلانونه جوړ کړي وو.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال سټیفن روزنبرګ وايي د نیول شویو ۲۵ کسانو له ډلې درې تنه یې د اوکرایین د ښې اړخې ملتپالې ډلې غړي دي.

د اوکرایین امنیتي ادارې ویلي چې د روسیې په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه چې وايي دغې اوکراییني ادارې د بریدونو امر کړی و چټیات دي.

تر دې وړاندې د اوکرایین حکومتي چارواکو تور لګولی و چې د سږکال په لومړیو کې یې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال د روسیې د فیدرالي امنیتي ادارې ۳۰ تنه غړي د مظاهره چیانو پرضد د عملیاتو په پلانولو کې ښکیل وو.

د اوکرایین امنیتي ادارې هم ویلي چې روسیې په الوتکه کې څو ټنه چاودېدونکي توکي او وسلې اوکرایین ته استولې وې.

په اوکرایین کې حکومت ضد مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې پخواني ولسمشر ویکتور یانکوېچ له روسیې سره د خپلو نژدي اړیکو په خاطر له اروپايي اتحادیې سره د شراکت تړون ونه مانه.

په دغو څو میاشتنیو مظاهرو کې له ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

د فبرورۍ په میاشت کې ښاغلی یانکوېچ له واکه لری کړای شو او مخالفینو یو موقتي حکومت جوړ کړ.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل تحقیقاتو څرګنده کړې چې د فبرورۍ په میاشت کې د مظاهره چیانو د وژلو ترشا ځانګړو پولیسو لاس درلود.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ځانګړو پولیسو ۱۲ کسان چې د نښه ویشتونکو په توګه په ګوته شوي نیول شوي دي.

له روسیې سره د کریمیا تر یوځای کېدو وروسته ترنګلتیا ډېره شوې ده.

ناټو وايي روسیې خپل لسګونه زره ځواکونه د اوکرایین له ختیځې پولې سره ځای پرځای کړي دي.

ورته مطالب