انګلستان کې هر کال ۱۵مېلیون ټنه خواړه ضایع کېږي

Image caption په اروپا کې هر کال ۹۰ مېلیون ټنه خواړه ضایع کېږي

د اروپایي ټولنې یوه نوي راپور په ډاګه کړې چې انګلستان کې هر کال شاوخوا ۱۵ مېلیون ټنه خواړه ایسته غورځول کېږي.

دغه راپور چې د اروپایي ټولنې د مشرانو جرګې کمېټې خپور کړی په کې راغلي چې په ټوله اروپا کې هر کال ۹۰ مېلیون ټنه خواړه ضایع کېږي چې دا یوه لویه ستونزه ده او باید مخنیوی یې وشي.

دغې کمېټې انګلستان او اروپا کې پر لویو پلورنځیو او سوپرمارکېټونو غږ کړی چې د خرڅلاو بازار تودولو په موخه په ډېره ارزیانه بیه د خوراکي توکیو له پلورلو ډډه وکړي.

په اروپایي هېوادونو کې لویې پلورنځۍ او سوپر مارکېټونه ډېر کله په لویه کچه د توکو پلورلو په پلمه خپلو پېرودونکو ته بېلا بېل وړاندیزونه کوي، او له خوراکي توکیو رانيولې بیا تر کالو د یو پر قیمت دویم وړیا ورکوي.

د مثال په ډول که چېرې یو کيلو کچالو واخلۍ نو کېدای شي یوه کیلو ورسره وړیا ترلاسه کړۍ.

د غې کمېټې ویلي چې پلورونکي باید په لویه کچه د خوراکي موادو د ضایع مخنيوی خپل مسوولیت وګڼي.

او دا وړاندوینه یې هم کړی چې کیدای شي نا پلورل شوي او اضافي توکي د ایسته غورځولو پر ځای خېریه ادارو ته ورکړل شي.

د دغې کميټۍ یوې مشرۍ بیرونس سکاټ وویل چې په دومره لویه کچه د خوړو ضیاع د اندېښنې وړ ده او پلورونکي باید په دې برخه کې د مسوولیت احساس وکړي.

"دا ښکاره ده چې پلورونکي باید با مسوولیته واوسي. د خوړو ضایع کېدل نه یوازې په انګلستان بلکې په درسته اروپا کې یوه لویه ستونزه ده. دا نه یوازې له اخلاقي پلوه نا مناسب کار دی بلکې پر اقتصاد او چاپېریال هم جدي او ناسم اغېز لري"

په راپور کې دا هم راغلي چې په صنعتي یا پرمختللیو هېوادونو کې چې په څومره کچه خواړه ضایع کېږي، د افریقا نيمې وچې د خوراک ټول تولید سره برابر ده.

دغې کمېټې ویلي چې له غټو پلورنځيو څخه یې غوښتنه کړې، ترڅو د خرڅلاو بازار تودولو په موخه په ډېره ټيټه بیه د توکو پلورلو او یا په وړیا ډول ورکولو څخه ډډه وکړي.

ىا كار خلک هڅوي چې له اړتیا نه زیات خواړه واخلي، چې ټول هغه یې نا کارېږي او په پای کې ايسته غورځول کېږي.

کمېټې ویلي چې اروپایي کمېسیون ورته پنځه کلن پلان ورکړی چې له لارې به یې وتوانېږي د خوړو بې ځایه لګولو مخنیوی وکړي.

ورته مطالب