امریکا جاپان ته دوې نورې جنګي بېړۍ لېږي

د انځور حقوق AP
Image caption په فبرورۍ میاشت کې ښاغلي هېګل وار له مخه اسیا کې د خپل هېواد له لوري د توغندي سسټم پراخیتا په اړه څرګندونې کړې وې.

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل وايي امریکا به جاپان ته دوه نور توغندي ضد سسټمونه ولېږي.

دغه بېړۍ به له هغو پنځو نورو جنګي بېړیو سره یوځای شي چې تر ۲۰۱۷ پورې به هلته وي.

ښاغلي هېګل دغه څرګندونې توکیو ته د یوه سفر پر مهال وکړې، چېرې چې نوموړي د شمالي کوریا له لوري د توغندیو ازموینې پر وړاندې غبرګون څرګندولو هڅو لړ کې په سفر تللي.

نوموړي د چین او د هغه هېواد د ګاونډیانو تر منځ سیمه ییزو مسایلو په اړه هم وغږيده، د نوموړي په وینا چین باید ' د خپلو ګاونډیانو درناوی وکړي '

په فبرورۍ میاشت کې ښاغلي هېګل وار له مخه اسیا کې د خپل هېواد له لوري د توغندي سسټم پراخیتا په اړه څرګندونې کړې وې، چې په جاپان کې یې یوه اضافي راډار سسټم هم برخه وه، چې د شمالي کوریا له لوري د هر ډول توغندي توغولو په صورت کې معلومات ورکولای شي.

د ختیځې اسیا له هېوادونو سره د چین د مسایلو پر سر د خبرو پر مهال نوموړي د اوکراین په کریمیا سیمه کې د روسيې فعالیتونو یادونه هم وکړه، چې روسیې پرې ولکه ټینګه کړې.

نوموړي وویل:

' په زور، جبر او ګواښونو د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په تر پښو لاندې کولو سره څوک د پولو ټاکنه نه شي کولای، که دا دا ارام سمندر ټاپوګانو کې وي او که د اروپا لویو هېوادونو کې'

د چین او جاپان تر منځ دا مهال د ختیځ چین سمندر کې د یو شمېر ټاپوګانو پر سر د جنجال له کبله اړیکې ترینګلي دي.

دغه ټاپوګان په جاپان کې د 'سینکاکو' او چین کې د 'یاویو ' ټاپوګانو په نوم مشهور دي.

دوی د سویلي چین سمندر کې هم د یو لړ نورو ټاپوګانو پر سر په ناندریو کې دي، چې فلیپاین، برونايي مالیزیا، ویتنام او تایوان یې هم د ملکیت ادعا کوي.

ورته مطالب