اوکراین کړکېچ: روسیې ته د امریکا خبرداری

د انځور حقوق AFP
Image caption د اوکراین منځمهالي ولسمشر اولکساندر تورچینوف دا د روسیې له خوا د اوکراین د وېشلو هڅه بللې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د اوکراین په ختیځه څنډه کې د وروستي کړکېچ په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ماسکو ته خبرداری ورکړی چې په خپل ګاونډ ختیځ اوکراین کې، کړکېچ ته لار هواری، به د روسیې لپاره جدي پایلې ولري.

تر دې دمخه د اوکراین په ختیځه سیمه دنېڅک کې روسي پلوه ځواکونو د سیمه اییزې ادارې ودانۍ ونیولې او دغلته یې د خلکو د حکومت په نوم دیوه جمهوریت جوړولو اعلان وکړ.

حکومت مخالفینو د نوي جمهوریت د جوړولو لپاره د مۍ پر ۱۱مه د ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده.

د دنېڅک، لوګانسک او خارکیف ختیځو ښارونو ته اوکرایني امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

تر دې وړاندې روسي پلوو ځواکونو حکومتي ودانۍ نیولې وې.

د اوکراین منځمهالي ولسمشر اولکساندر تورچینوف دا د روسیې له خوا د اوکراین د وېشلو هڅه بللې ده.

نوموړي ولس ته په خپله وینا کې وویل، دا د روسانو دویمه هڅه ده چې اوکراین بې ثباته او ګډوډ کړي.

د هغه په وینا روسان هڅه کوي چې ټاکنې ګډې وډې او او اوکرایني حکومت را وپرځوي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوکراین تورن کړ چې د ټولو ستونزو پر سر روسیه ګرموي.

وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پر روسیه غږ وکړ چې د اوکراین له بې ثباته کولو لاس واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې وویل د بې ثباتۍ لامل د روسیې د زیات فشار پایله ده.

روسیې څه موده وړاندې د یوې ټولپوښتنې په پایله کې چې اوکراین یې نه مني، د دې هېواد د کریمیا سیمه له ځان سره ګډه کړه.

د دوشنبې په ورځ( د اپرېل اوومه) د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې دېشیستیا د روسیې د اېخو مسکوه خبري اژانس ته وویل، که روسیه د اوکراین ختیځ ته پوځونه واستوي، کییف به له روسیې سره جګړه پیل کړي.

مسکو زرګونه پوځیان د اوکراین سره پولې ته استولي دي.

خو مسکو وایي هوډ نه لري چې پر ا وکراین یرغل وکړي او په جګړه کې ورسره ښکېل شي.

په مسکو کې د بي بي سی خبریال وايي دنېڅک له کریمیا سره توپیر لري او دلته روسان او اوکرانیان دواړه ژوند کوي.

ورته مطالب