بلوچستان: اورګاډي کې چاودنې ۸ کسه وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغې ادارې تراوسه په چاودنه کې د اوو کسانو وژنه تاييد کړې ده

د پاکستان حکومتي رسنيو د اورګاډي سيستم وزير خواجه سعد رفيق له قوله ليکلي چې په دغه بريد کې ۱۲ کسه وژل شوي دي.

حکومتي رسنيو په دغه چاودنه کې د ۳۵ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

د کوټې د اورګاډي د کنټرول ادارې بي بي سي ته ويلي چې سهار نهه بجې جعفر ايکسپرس له کوټې نه راولپنډۍ ته روان شوی و.

دغې ادارې تراوسه په چاودنه کې د اوو کسانو وژنه تاييد کړې ده.

سرچينې وايي نن ماسپښين يوه بجه او لس دقيقې له کوټې ۱۵۰ کيلومتره لرې د سبي ښار په يوه تمځي کې د اورګاډي په يوه ډبه کې چاودنه وشوه.

پوليس چارواکي وايي د چاودنې له امله د جعفر ايکسپرس اورګاډي دريو ډبو ته زيان رسېدلی دی.

د پاکستان د اورګاډي سيستم وزير خواجه سعد رفيق وايي د چاودنې پر مهال په دغه ډبه کې نژدې ۸۰ کسه سپاره وو.

ښاغلی رفيق وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړي او په ډبو کې لګېدلی اور يې تر کنټرول لاندې راوستی دی.

دی وايي : (دغه پېښه تېره ورځ په بلوچستان کې د امنيتي ادارو د عملياتو په غبرګون کې شوې ده).

په بلوچستان کې په تېر کې هم بېلتون غوښتونکو په اورګاډو بريدونه کړي، خو تر اوسه د دې تازه پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

د دوشنبې پر ورځ د بلوچستان په قلات سيمه کې امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو پر مهال د شاوخوا ۳۰ وسله والو د وژلو ادعا وکړه.

ورته مطالب