پاکستان کې پر ښځو زورزياتی زيات شوی دی

د انځور حقوق bbc
Image caption د ښځو د حقونو ټولنې له حکومت غواړي چې د سرغړوونکو پر وړاندې کلک ګامونه پورته کړي

په پاکستان کې د ښځو د حقونو يوه ټولنه ''عورت فونډېشن'' چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې په پاکستان کې د ښځو د حقونو په اړه کلنی راپور خپروي وايي، په تېرو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پېښې زياتې شوې دي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د ميرمنو د حقونو په اړه په يوه سيمينار کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتې په پېښو کې د زياتوالي اشاره شوې ده.

دوی له حکومت غوښتي چې په دې لړ کې کلک ګامونه پورته کړي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو د يوې نادولتي ملاتړې ادارې د تېرو کلونو راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د ښځو د ځورولو پېښو کچه لوړه شوې ده.

په پېښور کې د بي بي سي خبريال رحمن الله په خپل راپور کې وايي، دغه اداره خپل راپور د پوليسو او رسنيو د راپورونو پر بنسټ چمتو کوي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د جوړ شوي سيمينار ګډونوالو د ښځو د حقونو لپاره د اغيزناک قانون د نشتوالي او د شته قوانينو نه پلي کول د ښځو پر وړاندې د زورزياتي په پېښو کې د زياتېدو لاملونه بللې دي.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو يوه فعاله شاد بېګم وايي د مېرمنو د حقونو د خونديتوب لپاره حکومت ته په کار دي پر هغو کسانو قانون پلی کړي، چې پر ښځو زورزياتی کوي.

دا وايي: ''يوه خبره دا ده چې زموږ په هېواد کې د قانون حاکميت نه شته. زموږ په هېواد کې چې هر څوک څه کوي هغه باچا دی. موږ تر اوسه داسې څوک نه دی لېدلی چې هغه ته سزا ورکړای شوې وي، که چاته ورکړای شوې هم وي يوازې سمبوليکي وي. موږ د سزا ملګرتيا نه کوو، خو که جرمونه تر دې کچې لوړېږي نو بايد د خلکو د ويرولو لپاره قانون پلی شي''.

په پېښور ښار کې د ښځو د حقونو لپاره د ''خويندو کور'' په نوم موسسې مشره مريم بي بي وايي، پر ښځو د زورزياتي پېښې اوس دومره زياتې شوي چې خلک اوس ورته زورزياتی نه وايي:

Image caption د ښځو ملاتړې ټولنې وايي په پاکستان کې قوانين شته خو عملي کېږي، نه

دا وايي: ''پر ښځو زورزياتی اوس دومره زيات شوی چې خلکو ته اوس دا زورزياتی نه ښکاري. په امنيتي پوستو کې چې دا ډول دوسيې ثبتوي له هغوی سره د دغو قضيو په اړه مالومات نه شته. هغه قانوني مرسته چې ښځې ورته اړتيا لري نه شته. حکومت ته په کار ده چې د دغه حالت د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي''.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ملي عوامي ګوند پخوانۍ غړې شګفته ملک وايي په مېرمنو د زورزياتي پېښو د مخنيوي لپاره رسنيو ته د خپل رول لوبول په کار دي:

اغلې ملک وايي: ''د رسنيو ترڅنګ چې دا ډول قضيې رادبره کوي د سيمې مشران هم ډېر رول لري. د دا ډول پېښو په مخنيوي کې د عالمانو ډېر رول دی. ځکه لومړی به ته دا ډول ستونزې حکومت ته ښيې او وروسته له هغه به حکومت ګام پورته کوي. زموږ ډېرې داسې ستونزې وي چې هغه نه راپورته کېږي او هغه چې موږ ته راغلي نو موږ اقدام کړی دی''.

په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي د مخنيوي لپاره قوانين جوړ شوي، خو په مېرمنو د تشدد د پېښو له زياتېدو داسې څرګندېږي چې حکومت ته په کار دي په دې برخه کې لا زيات ګامونه پورته کړي.

ورته مطالب