اوکرایني چارواکي: نیول شوې ودانۍ مو بېرته ونیولې

د اوکراین چارواکي وایي، د خارکیف په ښار کې یې د هغې سیمه ییزې ادارې وداني بېرته نیولې چې روسي پلوو بېلتون غوښتونکو نیولې وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دونېڅک کې روسي پلوو لاریونیانو د سیمه ییزې ادارې ودانۍ نیولې وه

دوی وایي هیلمن دي چې د لوګانسک او دونېڅک سیمه ییزې ادارې ودانۍ به هم بېرته ونیسي.

د دوشنبې په ورځ( اپرېل ۷مه) روسي پلوو لاریونیانو په درې ښارونو کې حکومتي ودانۍ ونېولې.

روسیې تر ټولپوښتنې وروسته د کریمیا سیمه له ځان سره یو ځای کړه.

کیف او لوېدیځ وایي چې دا ټولپوښتنه ناقانونه ده. په کریمیا کې ډیری خلک روسي ژبي دي.

روسیه وایي د اوکراین د لاندې کولو هوډ نه لري خو په دې هېواد کې د روسي ژبو د حقونو دفاع کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دانیلو لوبکیفسکي بي بي سي ته وویل چې د اوکراین په ختیځ کې حالات کړکېچن خو تر کنترول لاندې دي.

د اوکراین منځمهال ولسمشر اولکساندر تورچینوف وایي د خارکیف د سمیه ییزې ودانۍ د ازدولو لپاره څو تنه پولیس ټپي شوي دي.

ښاغلی تورچینوف وایي له دې کسانو سره به د ترهګرو او جنایت کارانو په څېر چلند کېږي او له قانون سره سم به سزا ورکوله کېږي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر وویل ۷۰ تنه بې له ډزو نیول شوي دي.

حکومت مخالفینو چې پرون دوشنبه (اپرېل ۷مه) یې د دونېڅک په ښار کې د سیمه ییزې ادارې ودانۍ نیولې وه، دلته یې د ولسي جمهوریت اعلان وکړ.

دوی وغوښتل چې د مې په ۱۱مه دې له اوکراینه د جدایي په اړه ټولپوښتنه تر سره شي.

نن سه شنبه روسیې اوکراین ته خبرداری ورکړ چې هر ډول پوځي تیارۍ ودروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دا ډول تیارۍ کورنۍ جګړې ته لاره هوارولی شي.

روسیه د اوکراین نوي چارواکي په رسمیت نه پېژني چې په دغه هېواد کې روسی پلوه ولسمشر له دندې وشړل شو.

د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن روسیې ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې نوره مداخله به تاریخي تېروتنه وي.

نوموړي بي بي سي ته وویل دا به له روسیې سره زموږ اړیکي خړپړ کړي او روسیه به په نړیواله کچه نوره هم ګوښې کړي.

روسیه په اوکراین کې د هر ډول بې ثباتۍ لمنې ته وهل نه مني او وایي پر اوکراین د یرغل هوډ نه لري.

ورته مطالب