د پاکستاني موټر چلوونکي زوی د برتانيا وزير

د انځور حقوق AFP
Image caption ساجد جاوېد په ۲۰۱۰ کال کې په برتانيا کې د ولسي جرګې غړی شو او لوړې زده کړې يې په سياست کې کړي

له پاکستان نه برتانيا ته د يوه تللي بس موټر چلوونکي زوی د برتانيا د کلتور وزير شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په برتانيا کې يو اسيايي سړی د محافظه کارانو په کابينه کې شاملېږي.

ساجد جاوېد په ۲۰۱۰ کال کې په برتانيا کې د ولسي جرګې غړی شو او هغه مهال ښاغلي جاوېد ويلي و، چې دا ورته د وياړ ځای دی.

د ساجد جاوېد پلار په ۱۹۶۱ کال کې برتانيا ته ولاړ او ويل کېږي هغه مهال د ده په جېب کې يوازې يو پاونډ و.

ساجد جاويد په ۱۹۶۹ کې پيدا شوی او څلور وروڼه لري.

ده په حکومتي ښوونځيو کې درس لوستی او لوړې زده کړې يې په ټولنيز او سياسي ډګر کې کړې دي.

ساجد جاوېد څلور اولادونه لري او هغه وايي پلار يې د کارګر ګوند پلوي و، خو وروسته په ۱۹۷۸ کې يې د مارګرېټ تاچر پلوي شو.

ښاغلی جاوېد د محافظه کارو مشرانو د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د راتلونکې بدلون نه اغيزمن شو او په ۱۹۸۸ کې د دغه ګوند غړی شو.

دی هغه مهال چې عمر يې ايله ۲۴ کاله و د يوه بانک تر ټولو کم عمره مرستيال غوره شو.

ده وروسته په ۲۰۰۹ کې په سياست کې د فعالې ونډې اخيستو پرېکړه وکړه او سياست يې ورودانګل.

ساجد جاوېد بي بي سي ته ويلي چې د خپلې نوې دندې له امله ډېر خوښ او حيران دی.

ورته مطالب