يوازې ۳۰ ثانيو کې چارجېدونکې بېټرۍ

د انځور حقوق Getty
Image caption د کمپنۍ مسوولين وايي دغه بېړۍ به درې کاله وروسته بازار ته راووځي

د اسراییلو په تل ابیب ښار کې د ټکنالوژۍ کنفرانس کې داسې بېټرۍ نندارې ته وړاندې شوه، چې یوازې په ۳۰ ثانیو کې چارج کېږي.

د مایکروسافټ په ( تهینک نیکسټ کنفرانس ) کې د اسراییلي کمپنۍ 'سټورډاټ' له لوري دغه اله نندارې ته وړاندې شوه.

د دغې الې د فعالیت معلومولو پر مهال د سمسنګ سمارټ ټیلیفون ګلیکسي ایس فور تشه بېټرۍ یوازې په ۲۶ ثانیو کې له سره چارج شوه.

دغه بېټرۍ د اوس لپاره د بېلګې په توګه جوړه شوې او د بېټرۍ جوړونکۍ کمپنۍ وايي بازار ته د دغې بېټرۍ وړاندې کول ښايي تر دریو کلنو وخت ونيسي.

د فعالیت ښودلو پر مهال دغه بېټرۍ چې د سګرټو ډبي هومره حجم لري، له سمارټ فون سره غوټه شوه.

د دغې بېټرۍ مخترع ډاکټر ډورن میرزډورف بی بي سي ته وویل چې: ''موږ به د یوه کال مودې کې وتوانېږو، چې دغه بېټرۍ په سمارټ فون کې دننه ځای پر ځای کړو او درې کاله وروسته به وکولای شو، دغه بېټرۍ بازار ته وړاندې کړو''.

دغه باییوآرګینګ بېټرۍ له ځانه جوړېدونکي نینوکرسټلز کاروي.

لوړه بيه

د دغو کرسټلونو په اړه لس کاله مخکې تل ابیب کې د ایلزهایمر ناروغۍ په باب د څېړنو پر مهال معلومات تر لاسه شو.

ډاکټر میرزډورف وايي د دغې تکنالوجي څو اړخیز استعمال ممکن دی. د نوموړي په وینا د دغه ډول بېټریو بیه به د نورو شته بېټریو په پرتله څو برابره زیاته وي.

د نوموړي په خبره بېټرۍ داسې یو تخنیک دی، چې پکې دغه نوي مواد کارولای شو: ''دا نوی فزیکس دی، نوې کیمسټرې او الاتو د لاسرسي نوی ډول''.

د ډاکټر میرزډورف په خبره د دغه ډول بېټریو په جوړولو به د نورو بېټریو پر تله څو چنده ډېر لګښت وشي او له همدې کبله به یې بیه د بازار د نورو بېټریو پرتله هم دوه برابره ډېره وي.

خو دې سره نوموړی وايي د دې بېټریو جوړول به خورا اسان وي.

نوموړی وايي دې کې موږ طبیعت خپل کار ته پرېږدو او یوازې موږ په کیمیايي عمل کې اسانتیا رامنځ ته کوو.

ورته مطالب