د بېړۍ ډوبېدو لامل سپوږمۍ وه

د انځور حقوق NOAA IFE URI
Image caption د کنګل هغه ټوټه چې له کبله یې ټایټانیک ډوبه شوه، د ۱۹۱۲ کال د اپریل په ۱۴ ولیدله شوه.

برتانوي ساینسپوهانو هغه مفروضه رد کړه، چې ګواکې ټایټانیک بېړي هغه کال په سفر لاړه، چې په شمالي اوقیانوس بحر کې د کنګل سترې ټوټې پرتې وې.

ټایټانیک بېړۍ له ننه ۱۰۲ کاله مخکې د خپل لومړي سفر پر مهال ډوبه شوه.

دغه پېښه کې له یونیم زر ډېر کسان ووژل شول.

د دغې څېړنې پایلې د شیفلیډ پوهنتون په ( وېدر ) نومي مجله کې خپرې شوې دي.

د کنګل هغه ټوټه چې له کبله یې ټایټانیک ډوبه شوه، د ۱۹۱۲ کال د اپریل په ۱۴ ولیدله شوه، چې یوازې پنځه سوه متره لرې پرته وه او هغه مهال سملاسي د بېړۍ کابو کولو هڅې نابریالۍ شوې.

د بېړۍ نژدې ۱۰۰ متره برخه اوبو ته وغورځېده او بشپړه بېړي دوه نیم ساعتونو کې د اوبو تل ته وغورځېده.

اوقیانوس سمندر کې د کنګلونو ټوټو په اړه خبرونه له دغې پېښې وروسته خپاره شول.

هغه مهال چې دغه پېښه وشوه، امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي و، چې په نسبي ډول چاپیریال کې د تودوخې زیاتوالي له کبله د کنګلونو ډېرې ټوټې سمندر کې موجودې وې.

له پېښې څو ورځې مخکې د چټکو بادونو او سمندري څپو له کبله دغه ټوټې د شمال لور ته وخوځېدې، چې د تېر کال پرتله حیرانونکی عمل و.

له څېړنې وروسته ساینسپوهان هڅه کوي وپوهېږي، چې اوقیانوس سمندر کې دا وروستیو کې د لیدل شویو لویو کنګل ټوټو لامل څه دی.

د امریکا یوه څېړنیزه ډله وايي، چې دغه سمندري څپې هغه مهال ډېرېږي، چې د سپوږمۍ او ځمکې تر منځ واټن لږ وي، د دوی په وینا همدا د ټایټانیک د پېښې لامل دی.

ورته مطالب