یوکراین کړکېچ: امریکا د روسیې غندنه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا یوکراین ته د انرژۍ د وړاندې کولو لپاره ځینې تخنیکي اسانتیاوې برابروي. جین ساکي

امریکا د روسيې غندنه کړې چې ګواکې د دوی په وینا د یوکراین په وړاندې انرژي د یوه ځواک په توګه کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې جین ساکي ویلي، هغه بیه چې اوس یې باید یوکراین د ګازو لپاره روسیې ته ورکړي د مارکیټ له خوا نه ده ټاکله شوې.

مېرمن ساکي وايي امریکا یوکراین ته د انرژۍ د وړاندې کولو لپاره ځینې تخنیکي اسانتیاوې برابروي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې وړاندې تر دې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی و، چې ښايي اروپا ته د ګازو ورکړه بنده کړي، ځکه یوکراین د پیسو په ورکړه کې پاتې راغلی دی.

د روسیې د انرژۍ ستر شرکت ګازپروم وايي یوکراین د دوی دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره پوروړی دی او په وروستیو کې بیې دوه برابره شوې دي او یوکراین باید دغه پیسې ورکړي.

بل لور ته ناټو د سپوږمکۍ په وسیله د هغو اخیستل شویو تصویرونو او نقشو دفاع کړې چې ښيي روسیې د یوکراین په ختیځ کې خپل پوځيان ځای پرځای کړي دي.

ځینې غیرمنظم عکسونه چې د مارچ په ورستیو او د اپریل میاشتې په لومړیو کې اخیستل شوي، شاوخوا ۴۰ زره پوځیان له ټانکونو، زغره والو ګاډو څرخي او جنګي الوتکو شره ښيي.

د تصویرونو تر خپرېدو وروسته د روسيې د پوځ یوه افسر خبري رسنیو ته وویل چې دغه عکسونه د تېر کال دي.

خو ناټو وايي دوی د هغو عکسونو پر بنسټ خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د سپوږمکۍ له لارې اخیستل شوي او په سوداګریزه بڼه د دوي په واک کې ورکول شوي دي.

ورته مطالب