د "بوټ تېرې څوکې" په مټ قاتلې ته عمري بند

د انځور حقوق AP
Image caption تورنه وايي د خپل ملګري د وژلو قصد یې نه درلود.

د امریکا ټکساس ایالت محکمې یوه امریکايي مېرمن له دې کبله په عمري بند محکومه کړې ده، چې خپل ملګری یې د ۱۳ سانتي متره اوږدو بوټانو په اوږده او تېره څوکه وهلی او وژلی دی.

۴۵ کلنې "انا ترویو" وویل چې د خپل ملګري آلف سټیون اڼډرسن د وژلو نیت یې نه درلود، بلکې له خپل ځان نه یې د دفاع په خاطر دا کار کړی.

خو چارواکو انډرسن په داسې حالت کې وموند، چې پر مخ یې ۲۵ ګوزارونه شوي وو.

پېښه د ټکساس ایالت هوسټن کې شوې.

په هوسټن کې په تېره سې شنبې قاضیانو پخپله څلور ساعته محاکمه کې تروهیو په قصدي وژنې تورنه کړه.

د څارنوالۍ استازي جان جورډن هغه په عمري بند محکومه کړه.

"مینه مې ورسره کوله"

دی وايي چې تروهیو دوه جرمونه کړي، لومړی یې له آنډرسن زورزیاتی کړی او بل یې وژل شوی په ټېري تورن کړی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د تورنې وکیلان وايي، موکلې یوازې له خپل ځان دفاع کړې

خو د تروهیو وکیلانو ویلي، چې ګني موکل یې برید کوونکی یوازې له ځانه لیرې کړی او د ځان دفاع یې کړې ده.

دوی وايي چې د دواړو ترمنځ نژدې یو ساعت لفظي شخړه شوې، چې بیا وروسته تورنې خپل ملګری دېوال او څوکیو خوا ته ټېله کړی دی.

د هغې وکیلانو خپلې موکلې ته د دوو کلونو بند سزا غوښتې ده.

تروهیو د محکمې تر پرېکړې مخکې ویلي چې "هېڅکله مې هغه ته د زیان رسولو نیت نه درلود، بلکې مینه مې ورسره کوله. یوازې مې غوښتل له ځانه یې لیرې کړم، د وژلو قصد مې یې هېڅکله نه و کړی".

خو قاضیان او څارنوالۍ وايي که چېرې پر هغې برید شوی وای، نو ولې ټپي شوې نه ده.

ویل کېږي، چې شاید د تورنې د عمري بند سزا تر شلو کلونو پورې راټيټه شي.