چيلي کې اور سلګونه کورونه ویجاړ کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په چیلي کې په پراخه پیمانه لګېدلي اور لږ ترلږه ۱۱ کسان وژلي او له ۵۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د چیلي له والپاراسیو ښار نه په زرګونه کسان د اور له امله نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

اور د باد له امله نورو سیمو ته هم غځېدلی دی.

ولسمشرې میشل باشېلېت له دغه ښار نه نورو سیمو ته د خلکو د ایستلو چارې پوځ ته سپارلې دي.

د ښار ګڼ شمېر اوسیدونکي د لوګي د تېرولو له امله ځورېږي او د ښار په ډېرو برخو کې برېښنا پرې شوې ده.

د چیلي د کورنیو چارو وزیر رودریګو پینالیلو وویل، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د پوځ چارواکو ویلي چې یو شمېر د پاخه عمر خاوندان چې ګرځیدلی نه شي په څوکیو کې پر سړکونو پرېښودل شوي وو.

د والپاراسیو ښاروال وايي چې د بې ځایه شویو زرګونو کسانو لپاره کمپونه جوړ شوي دي.

ښاروال جورج کاسټرو چې له ملي تلویزیون سره یې خبرې کولې زیاته کړه چې دم ګړۍ د والپاراسیو ښار کې برېښنا نشته او اور په نه قابو کېدونکي حالت کې غځېږي.

د سخت باد له امله د اور وژنې چارې له خنډوځنډ سره مخامخې دي چې له امله یې اور د والپاراسیو ښار ګاونډیو سیمو ته هم غځېدلی دی.

د ژغورونکې ډلې یوه چارواکي ویلي چې اوس د اور وژنې ترڅنګ د دوی لومړیتوب له ښاره د خلکو ایستل دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په چلي کې د ريختر په کچه ۸،۲ درجه زلزله وشوه.

له دې امله په چلي کې د سمندر غاړو سره پرتو خلکو ته د سمندري څونامي خبرداری هم ورکړل شو او ورته ويل شول چې له خپلو سيمو لوړو ځايونو ته وکوچېږي.

ورته مطالب