نایجریا کې چاودنو 'اویا کسان وژلي'

د انځور حقوق AP
Image caption بوکو حرام څو ځلې پر ابوجا بریدونه کړي، چې یو په ۲۰۱۱ کې د ملګرو ملتونو پر یوې ودانۍ و.

د نایجریان پلازمېنې ابوجا ته څېرمه د بس په دوو اډو کې چاودنو تر ۷۰ ډېر کسان وژلي دي.

چاودنې کارونو ته د خلکو د تګ پرمهال په ګڼه ګوڼه کې شوې دي.

د بي بي سي خبریال هارونا تانګازا وايي، چاودنې داسې مهال شوې، چې خلک په موټرو کې د سپرېدو او کارونو ته د تګ په حال کې وو.

یوه عیني شاهد ویلي، چې په سیمه کې یې مړي لیدلي.

زموږ خبریال واييو شاید دا برید سخت دریځې اورپکې بوکو حرام ډلې کړی وي.

د بادمسي نیانیا په نامه یوه عیني شاهد ویلي، د چاودنې له سیمې یې ۴۰ مړي ولیدل، چې یووړل شول.

نورو عیني شاهدانو ویلي، پولیس او ژغورندویه ډلې یې د مړو او ټپیانو د لېږد پرمهال لیدلي دي.

د ابوجا نیانیا سیمې د موټرو تمځي کې چاودنو یونیم متر ځمکه ژوره کړې، تر ۳۰ ډېر موټر یې ویجاړ کړي، بله چاودنه د موټرو د تېلو د ټانکیو د اور اخیستو پایله کې رامنځ ته شوې ده.

ژغورندویه ډلو او ګاډو مړي او ټپیان نژدې روغتونونو ته رسولي دي.

"وېروونکی"

په ابوجا کې یوې کارکوونکې میمي دانیالز ویلي "د موټر راتلو ته په انتظار وم چې د یوې درې چاودنې غږ مې واورېډ، بیا مې لوګی ولید. خلکو یوې او بلې خوا ته هک حیران منډې وهلې".

په لاګوس کې د بي بي سي خبریال وايي، بوکو حرام اورپکې ډلې د نایجریا په درو شمالي ولایتونو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

بوکو حرام څو ځلې پر ابوجا بریدونه کړي، چې یو په ۲۰۱۱ کې د ملګرو ملتونو پر یوې ودانۍ و.

د نایجریا محکمې ویلي، اوس د هېواد په شمال ختیځه کوچنۍ سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

ورته مطالب