د امریکا کینساس ښار ډزو کې درې کسان وژل شوي

کینساس د انځور حقوق .
Image caption پولیسو د پېښې په تړاو یو شکمن بوډا نیولی دی.

د امریکا د کینساس ښار په څنډه کې د یهودانو په یوه ټولنیز مرکز او ورڅېرمه ګرځندوی کلي کې درې کسان په ډ‌زو وژل شوي دي.

پولیسو د دغو بریدونو په تړاو یو سپین پوستی ږیرورو شکمن کس نیولی دی.

دوی وايي دا یو اویا کلن سړی دی چې د دې سیمې اوسېدونکی نه دی.

د سیمه ییزو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، کله چې پولیسو دغه سړی له ځانه سره بېوه، یهودي ضد نارې یې وهلې.

پېښه د کینساس ښار یهودي ډلې په اوورلېنډ پارک کې شوې، چې له مرکز څخه ایله څو کیلومتره لیرې ده.

کینساس کې د یهودي مرکز مشرانو پر خپله فېسبوک پاڼه ویليو چې دوو کسانو د موټرو تمځي کې ډزې پیل کړې.

سیمه ییزو تلوېزیونونو د پېښې د ځای انځورونه خپاره کړي دي.

ویل کېږي چې نیول شوی کس ''یحیا هتلر'' نومېږي، چې د نیول کېدا پر مهال یې انځورونه هم خپاره شوي.

پولیس وايي، نیول شوی شکمن د دغې سیمې اوسېدونکی نه دی.

دا پېښه د یهودي مذهبي مراسمو تر جوړېدا مخکې شوې ده.

ورته مطالب