واشنګټن پوسټ او ګارډين ته د پوليټرز جايزې

Image caption د پولېټزر هر کال ٢٠ جاېزې ويشې خو ټولې يې د ژورناليزم لپاره نه دي

د امريکا د څارگرو کړنو د رسوا کولو له کبله دوو امريکايي ورځپاڼو ته د جاېزې ورکړه

په امريکا کې د واشنگټن پوسټ او گارډين ورځپاڼو ته د امريکا د څارگرې ادارې د کړنو د رسوا کولو له کبله د پولېټزر جايزه ورکړل شوې ده.

نيويارک کې اعلان شوې دغه جايزه ژورناليزم او هنري برياو لپاره د امريکا د لوړې کچې انعام دى.

د جايزې د ورکړې کمېټې د امريکا د څارگرې ادارې د پراخو پټو کړنو د رسوا کولو له کبله د دغو ورځپانو ستاينه کړې ده.

امريکا کې هرکال د ژورناليزم په برخه کې د پولېټزر څو جايزې ويشل کېږي.

دا ځلې د جايزې ارزونکو په اصل کې د ټولنيزو خدمتونو دغه ارزښتمنه جايزه د امريکا په متحد ايالتونو کې د گارډين او واشنگټن پوسټ پر ورځپاڼو وويشله.

هرې ورځپاڼې د کمپيوټر د متخصص اېډوارډ سنوډن له لوري په پراخه کچه د بربنډو شويو مطالبو پر څيړلو ډېرې هڅې او ډېر وخت ولگاوه.

دغو مطالبو امريکا او نړۍ کې د امريکا د څارگرې ادارې پر فعاليتونو رڼا واچوله.

د گارډين له قوله ويل شوي چې په اغيزمن ډول رپوټ ورکولو سره يې د امنيت او شخصي محرميت په تړاو د حکومت او خلکو ترمنځ د اړيکو په اړه د بحثونو رامنځته کولو سره يې مرسته وکړه.

له واشنگټن پوسټ څخه له دې کبله ستاينه شوې ده چې په خپلو معتبرو او هراړخيزو رپوټونو سره يې له خلکو سره مرسته وکړه، پوه شي چې څنگه د دغو کړنو بربنډېدنه د ملي امنيت له لوى چوکاټ سره سمون خوري.

د ورځپاڼو دغو بربنډونو ولسمشر اوباما اړ کړ چې په لويه کچه د امريکا د څارگرې ادارې پر فعاليتونو له سره غور وشي.

په ټوله کې هرکال امريکا کې د پولېټزر ٢٠ جاېزې ويشل کېږي چې ټولې يې د ژورناليزم لپاره نه دي.

ورته مطالب