اوکراين کې بېلتونپالو ضد عمليات پيل شول

د انځور حقوق AP
Image caption تېره ورځ اوکرايني زغروال گاډي په لوى شمېر کې ليدل کېدل

د اوکراين چار سمبالى ولسمشر اولکساندر تورچينوف د روس پلويو بېلتونپالو په وړاندې د "ترهگرۍ ضد عملياتو" د پيل اعلان وکړ.

ښاغلي تورچينوف پارلمان ته وويل "عمليات د ډونتڅک په شمالي سيمو کې پيل شوي، او په مسوولانه توگه به پړاو په پړاو ترسره شي."

تېره ورځ اوکرايني زغروال گاډي په لوى شمېر کې ليدل کېدل، دا په داسې حال کې وه چې بېلتونپالو اورپکو د حکومتي ځواکونو د بريد په شا تمبولو لپاره ځانونه تيارول.

ولسمشر تورچينوف وويل په ډونتڅک کې د عملياتو موخه د اوکرايني وگړو دفاع، د ترهگرۍ، جرمونو او د هېواد ټوټې کولو د هڅو مخنيوي ده.

شوبلې که خبرې اترې

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف خبردارى ورکړ چې د اوکراين په ختيځ کې هر راز زور کارونه به د کړکېچ د هوارۍ په تړاو کېدونکې خبرې اترې کمزورې کړي. ښاغلي لاورف وويل "تاسې نه شئ کولى چې د خپلو وگړو پر ضد ټانکونه وکاروې، او بيا همهاله خبرې اترې وکړئ."

ټاکل شوې چې راتلونکې پنجشنبه ( د وري ٢٨) په جينيوا کې د امريکا، روسيې، اوکرين او اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې ترې پيل شي.

بهرنۍ مرسته

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار راوړی، چې د اوکراین ختيځ کې روسي پلوي بېلتون غوښتونکو ته ووايي، چې له نیول شویو حکومتي ودانیو ووځي.

اوکراین د دغه هېواد په ختیځ کې د روسي پلويو وسله والو د ځپلو په موخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په ګډون نړیواله پوځي مرسته غوښتې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوکراین د روسي پلويو وسله والو د ځپلو په موخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په ګډون نړیواله پوځي مرسته غوښتې

د اوکراين ولسمشر د ملگرو ملتونو د سرمنشي څخه غوښتني دي چې سوله ساتي ځواکونه يې د ده په خبره د وسله والو بيلتون پالو پرضد گډو عملياتو کې برخه واخلي

د اوکرايني چارواکو له خولې دغه خبر ورکړل شوى، خو ملگرو ملتونو تراوسه پورې ترې د شوې دغې غوښتنې پخلى نه دى کړى

ملگرو ملتونو کې د اوکرايين سفير يوري سيرگې يف ويلي فکر نه کوي چې اوکراين ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو غوښتنه عملي شي ځکه روسيه په ملگرو ملتونو کې دا ځواک لري چې په دې اړه پرېکړه ليک ويتو يا رد کړي.

خو هغه وويل چې اوکراين د ځاني دفاع لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتيا لري.

ورته مطالب