نن په الجزاير کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر بوتفليقه په ۲۰۱۳ کال کې په پاريس کې نژدې مياشتې په روغتون کې تېرې کړې

ټاکل شوې چې نن د الجزایر اوسېدونکي په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخلي.

د دغه هېواد ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د دغو ټاکنو په ترڅ کې ځان د څلورم ځل لپاره ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړی دی.

۷۷ کلن بوتفلیقه تېر کال د زړه له حملې وروسته په عام محضر کې ډېر کم تر سترګو شوی او د ټاکنو لپاره يې پخپله کمپاین هم نه دی کړی.

عبدالعزيز بوتفليقه له ۱۹۹۹ کال راهيسې د الجزاير ولسمشر دی.

د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې شپږ نوماندان د سیالۍ ډګر ته راوتلي دي.

حکومت مخالفو ګوندونو لاریونونه کړي او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې په ټاکنو کې برخه وانخلي، ځکه د دوی په وینا دا ټاکنې یو جعلي بهیر دی.

دوی وايي ښاغلی بوتفلیقه د روغتیايي ستونزو له کبله د نوماندۍ جوګه نه دی او په خبره يې بايد ځان يې نه وای کانديد کړای.

ولسمشر بوتفليقه په ۲۰۱۳ کال کې په پاريس کې نژدې مياشتې په روغتون کې تېرې کړې.

د ټاکنو کمېسيون د ۱۳ کسانو له ډلې ۶ يې د دې وړ بللي چې د الجزاير د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سيالۍ ته ودرېږي.

له اوسني ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه سره پنځه نور سيالان سيالۍ ته ولاړ دي چې ډېرو يې په مخکنيو سياليو کې هم برخه اخيستې وه.

ورته مطالب