نايجريا کې تښتول شوې نجونې نه دي موندل شوي

د انځور حقوق
Image caption راپورونه وايي اوس ځايي خلکو پخپله د تښتول شويو نجونو د ژغورنې لپاره مټې رابډ وهلې دي

د نايجريا په شمال کې د ښوونځي د هغو لسګونه زده کوونکو نجونو درک تر اوسه معلوم نه دی، چې په شمال ختیځ ایالت بورنو کې د شکمنو اسلامپالو اورپکو له خوا تښتول شوې دي.

د پوځ یوه ویاند ویلي، د ښوونځي له لیلیې د تښتول شویو ۱۲۹ نجونو له ډلې ډېری یې تښتېدلې او یوازې اته تنه يې تر اوسه لادرکه دي.

خو په ابوجا کې د بي بي سي خبریال وايي، د دې خبرې خپلواک پخلی نه دی شوی، او یوازې څو ساعته مخکې د بورنو والي وویل، چې ډېری نجونې لا هم بې درکه دي.

دغه نجونې د دوشنبې پر ورځ د هغو وسله والو له خوا وتښتول شوې، چې باور کېږي، په بوکو حرام اورپکې ډلې پورې اړه لري.

د ایوب عالمسن په نامه د سیمې د یوه اوسېدونکي خور هم په تښتول شویو نجونو کې وه، خو هغه وروسته په تېښتې بریالۍ شوې وه. نوموړي بي بي سي ته وویل، دا پېښه د ټول کلي لپاره ډېره بوږنوونکې او نه منونکې ده.

دی وايي: (دا د هغو تر ټولو بې رحمانه پېښو له ډلې ده، چې د کلي اوسېدونکي ورسره مخ شوې دي. نن سهار چې له کوره ووتم او د چیبوک ښارګوټي ته ورسېدم، له کابو هر کوره د ژړا غږ اورېدل کېده. که څوک وغواړي له هغوی سره خبرې وکړي، ژړا یې نیسې او له خولې یې خبرې نه راوځي).

دی وايي دا پېښه د نارينه پرتله د د ښځو لپاره ډېره زړه بوږنوونکې ده او خلک خورا وېرېدلي دي.

راپورونه وايي چې د سیمې اوسېدونکي اوس پر دې باوري شوي چې حکومت د دغو نجونو د ژغورلو لپاره څه نه شي کولای او دوی به خپله د دې لپاره مټې رابډ وهي.

د نايجريا د چارواکو له قوله ويل شوي دغه نجونې هغه مهال له يوه ښوونځي وتښتول شوې چې ازموينې ته ناستې وې.

تر اوسه نه هم کومې وسله والې ډلې د دغه تښتونې مسووليت منلی او نه يې هم د تښتولو کره لامل معلوم دی.

ورته مطالب