پارلمان ته کاندید ۳۹ ښځې او ۱۲۷ لمسیان لري

چانا او کورنۍ یې د انځور حقوق
Image caption ۶۶ کلن زیونا چانا په کلي کې بانفوذه سړی دی.

د هند پارلمان ته یو کاندید شوی سړی ۳۹ مېرمنې او ۱۲۷ اولادونه لري.

۶۶ کلن زیونا چانا د خپل کلي تر ټولو شتمن او د لویې کورنۍ څښتن دی.

دا چې د هغه د ښځو، بچیانو او لمسیانو شمېر ډېر دی، شتمني یې هم ورسره ډېره شوې ده.

چانا د هغې یوې هندي ډلې مشر دی، چې د بې شمېره ښځو لرلو د تګلارې ملاتړ کوي.

شاید هغه ته رای ورکوونکي هم ډېر وي، ځکه چې یوازې تر سلو ډېر رای اچوونکي به یې بچیان، لمسیان او ښځې وي.

د دوی د مذهبي عقیدې له مخې، هرڅومره چې سړی کولی شي، ډېرې ښځې په نکاح کولی شي.

د انځور حقوق
Image caption ټوله کورنۍ په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې اوسېږي.

د برتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې ویلي، چانا ۹۴ ماشومان او ۳۳ لمسیان لري.

د هغه ټوله کورنۍ په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې اوسېږي، چې ۱۰۰ خونې یې د خپلو ښځو لپاره ځانګړې کړې دي.

خو تر ټولو د ټیټ عمر ښځې یې خپلې خوب خونې ته په نژدې خونو کې اوسېږي.

نورو ښځو ته د شپې تېرولو لپاره یې ځانګړی جدول جوړ کړی چې هره شپه له یوې ښځې سره تېروي.

د انځور حقوق
Image caption د کورنۍ یوځلي خوړو لپاره ۳۰ چرګان او ۲۲ کیلو وریجې پخېږي.

د هغه یوه مېرمن وايي، کله چې رای ورکولو ته ځو، خپل کاندید (مېړه) او د هغه ګوند ته به رایې ورکړو، چې په دې سره به تر ۱۶۰ ډېرې رایې یوازې د یوې کورنۍ په ګټه وي.

د چانا دغه مېرمن تمه لري، چې مېړه یې په روانو ټاکنو کې بریالی شي.

د چان زامنو او لمسیانو ته ځانګړی ښوونځی، لوبغالی، ترکاڼي، ورکشاپ، د خوګ ساتلو ځای، او د چرګانو فارم او د سبو بڼ جوړ شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له چانا سره په یوه ودانۍ کې د هغه ۱۴ ښینې هم اوسېږي.

تر ډېره د نړۍ تر ټولو دغې لویې کورنۍ ماښامنۍ ته معمولاً ۳۰ چرګان او ۱۳۲ کیلو کچالو او ۲۲ کیلو وریجې پخېږي.

له چانا سره په یوه ودانۍ کې د هغه ۱۴ ښینې هم اوسېږي.

د دوی کور د هند میزورام ایالت د بکتاونګ کلي د یوې پوښتې په لمن کې پورت دی.

چانا چې کله د ځوانۍ په حال کې و، په یوه کال کې یې له لسو ښځو سره واده کړی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چانا چې کله د ځوانۍ په حال کې و، په یوه کال کې یې له لسو ښځو سره واده کړی.

د پینکمیني په نامه د چانا ۳۵ کلنه مېرمن وایي، موږ د هغه خواته اوسېږو، ځکه چې هغه په کورنۍ کې تر ټولو مهم او مشر سړی دی، بلکې په ټول کلي کې بانفوذه مشر دی.

ورته مطالب