م.م: ايران د یورانیمو زېرمې نیمايي کمې کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړیوالې اتومي انرژۍ اژانس وايي، ایران د یورانیمو خپلې زېرمې نیمایي ته راټیټې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار اداره وایي، ایران د شوو تړونونو له مخې د خپلو لوړو یورانیمو د چاڼ زېرمې تر نیمایي کمې کړې دي.

د نړیوالې اتومي انرژۍ څارونکې اداره له ایران سره د هغو تړونونو عملي کېدل څاري چې دې هېواد له شپږو ځواکونو سره لاسلیک کړي وو.

دغه ځواکونه له ایرانه غواړي چې د خپلو یورانیمو د چاڼ کچه راټيټه کړي، ځکه دوی وېره لري چې ایران ښايي یورانیم د اتومي وسلې جوړولو له پاره وکاروي.

ایران وایي چې پروګرام یې سوله ییز دی او په دې شرط یې له ځواکونو سره هوکړه وکړه چې ځينې بنديزونه پرې اسان (لرې) کړي.

اوس د نړیوالې اتومي انرژۍ اژانس په خپل رپوټ کې وايي، ایران د یورانیمو خپلې زېرمې نیمایي ته راټیټې کړې دي.

لکه چې د بي بي سي بیتاني بېل کاږي، په داسې حال کې چې ایران اتومي بم جوړولو ته اړتیا لري، دې ته به د لوېديځ له خوا د یوه مثبت ګام په توګه وکتل شي.

دیپلوماتانو بي بي سي ته د دې رپوټ پخلی کړی او پوره رپوټ به راتلونکې اوونۍ خپرېږي.

د نړیوالې اتومي انرژۍ اژانس چې په ایران کې هم استازي لري، په خپل رپوټ کې وايي چې چې ایران د شپږو نړیوالو ځواکونو له غوښتنو سره همغږي لري او هغه عملي کوي.

منځمهالی تړون د سږکال په جنورۍ کې لاسلیک شو، په جولای کې یې موده پای ته رسېږي.

شپږ ځواکونه، د امریکا متحد ایالتونه، روسيه، چین، برتانیا، فرانسه، او جرمني اوس لېوالتیا لري چې له ایران سره نوی تړون د مې تر میاشتې پورې لاسلیک کړي.

نړیوال ځواکونه له ایرانه غواړي چې د یورانیمو د چاڼ پروګرام ودروي او د ملګرو ملتونو څارونکو ته د زیات فعالیت اجازه ورکړي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یی له نړیوالو ځواکونو سره د خبرو اترو هرکلی وکړ خو تېره میاشت له روسیې سره د کریمیا ورګډېدو د مسکو او لوېدیځ اړیکي خړپړ کړل.

ویل کېږي چې ایران او روسیه د تېلو په بدل کې د توکو ورکولو تړون لاسلیک کړ چې ارزښت یې ۲۰ مېلیارده ډالره کېږي.

لوېدیځ د ایران د اتومي پروګرام په اړه شک لري او فکر کوي چې ایران د اتومي بم جوړولو په هڅه کې دی.

خو ایران ټينګار کوي چې پروګرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري او د اتومي وسلې د جوړولو په لټه کې نه دی.

ورته مطالب