د اوکراین کړکېچ د حل لپاره هوکړه رامنځ ته شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption اوکراین کې د روسیې پلوي حکومت له نسکورېدو وروسته تاوتریخوالی دوام لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف ویلي د جېنېوا په څو اړخیزو خبرو اترو کې په اوکراین کې د شخړو د ارامولو پر سر په یوې معاملې هوکړه شوې ده.

ښاغلي لاوروف ویلي، د امریکا، اروپايي ټولنې، اوکراین او روسیې مرکچیانو هوکړه کړې چې په اوکراین کې باید ټول راپورته شوي پوځي جوړښتونه بېرته خواره شي.

نوموړي وویل، په دې هوکړه شوې، چې هغه ټول خلک به بې وسلې کېږي، چې په ختیز اوکراین کې یې حکومتي ودانۍ نیولې او باید ټولو مظاهره چیانو ته بښنه وشي.

نوموړي وویل:

' هغه ګامونه چې موږ یې د پورته کولو غوښتنه کوو په دې ډول دي: ټولې ناقانونه وسله والې ډلې باید بې وسلې شي.

ټولې په ناقانونه توګه نیول شوې ودانۍ باید قانوني څښتنانو ته بېرته وسپارل شي.

د اوکراین په ټولو ښارونو کې نیول شوي سړکونه، څلورلارې او نور ټول عامه ځایونه باید ازاد شي.

د سختو جرمونو له تر سره کوونکو پرته باید ټولو مظاهره چیانو ته بښنه اعلان شي.'

له دې مخکې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي و دا (حق) لري چې اوکراين ته ځواکونه واستوي، خو دی به له دغه ( حق) نه کار وانخلي.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري په وینا اوس وخت راغلي، چې خبرې عملي بڼه غوره کړي.

ښاغلي پوتين دغه څرګندونې وروسته له هغه د روسيې پر تلويزيون په ژوندۍ بڼه کولې، چې د ختيځ اوکراين په ماريوپول کې د نښتو په پايله کې د درې روس پلوو مظاهره چيانو د وژل کېدو خبر ورکړای شو.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ویلي، دغه هوکړه د خوشي وړ ده، خو د نوموړي په خبره، اوس پوښتنه داده، چې روسیه به اوکراین کې د سولې او ټیکاو لپاره له خپله نفوذه کار واخلي او که نه؟

د پنجشنبې په شپه واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ښاغلي اوباما وویل:

' دا مهال موږ یو هم په بشپړ بارو سره څه نه شو ویلای. که موږ په حالت کې ښه والی و نه وینو. نو موږ سره به نورې پایلې وي، چې کېدای شي په روسیې ولګول شي.'

بل لور ته د روسیې کورنیو چار وزیر ویلي:

' اوکراین کې اوږد مهاله قانوني اصلاحاتو ته اړتیا ده، خو جنیوا کې ټول اړخونه په دې یوه خوله دي، چې اوکراین کې د تاوتریخوالي لپاره حل موندل خپله د اوکراین د خلکو کار دی.'

له دې مخکې نوموړي ویلي و، چې روسیه نه غواړي اوکراین ته پوځ ولېږي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري په وینا ' اوس وخت راغلي، چې خبرې عملي بڼه غوره کړي.'

ورته مطالب