لويديځ: د جنيوا تړون له ''ګواښ'' سره مخامخ دی

د انځور حقوق AP
Image caption راټول شوي خلک وايي تر هغه چې د اوکراین حکومت استعفا نه وي کړي ودانۍ نه پرېږدي

لويديځ وايي هغه تړون چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اوکراين کې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د دې هېواد د مشرتابه، روسيې، اروپا او امريکا ترمنځ لاسليک شوی و، اوس له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

پر همدې مهال په اوکراين کې يوه يهودي مذهبي مشر له اوکرايني حکومت غوښتي چې د دونتڅک په ښار کې دې د يهودي وګړو امنيت خوندي کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي، چې وسلوالو په دې ښار کې اوسېدونکو يهودانو ته ګواښونه وکړل.

د جنيوا د تړون له مخې ټاکل شوې وه چې روس پلوه وسلوالې ډلې به د اوکراين په ختيځ کې پر دولتي ودانيو خپله ولکه ختموي او وسلې به پر ځمکه ږدي.

خو بيلتونپالو ويلي تر هغې به دولتي ودانۍ پرېنږدي چې په کيف کې نوي موقت حکومت استعفا نه وي کړي.

داسې انګېرل کېږي روسيه هم د بيلتونپالو د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ویليم هېګ ویلي، روسيه يوازې څو ورځې وخت لري چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ په جنيوا کې لاسليک شوی تړون، پلی کړي.

ښاغلی هېګ وايي: ''موږ غواړو روسيه دې په ښه نيت سره له خپل نفوذه ګټه واخلي او په لاسليک شوي تړون عمل وکړي. تېرو تجربو ته په کتو موږ ډاډه نه يو چې روسيه به دې تړون ته ژمنه پاتې شې که نه. خو که دوی پرې عمل کول غواړي نو موږ به د څارونکو له لارې ورسره مرسته وکړو. که نه بيا دې اقتصادي فشار ته چمتو اوسي''.

په کيف کې د اوکراين د بهرنيو چارو وزير خبريالانو ته ويلي د جنيوا د غونډې پر وخت د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف دېته غاړه ايښې وه، چې په سيمه کې به تاوتريخوالی کموي:

((زه د روسيې له نيته نه يم خبر، خو د بهرنيو چارو وزير لاوروف ژمنه وکړه چې په سيمه کې به تاوتريخوالی کموي. نو ګورو به چې څه کېږي. په راتلونکو څو ورځو کې به معلومه شي چې نوموړی په خپله ژمنه کې صادق و، که نه).

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر اوباما د ملي امنيت سلاکارې سوسن رايس په سپينه مانۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل که روسيه د جنيوا تړون ته ژمنه پاتې نه شي، نو امريکا به پر داسې بنديزونو غور پيل کړي، چې د روسيې اقتصاد ته يې کلکه ضربه ورسېږي.

ورته مطالب