پر پاکستاني ژورنالیست وسله وال برید وشو

Image caption پولیس وايي داسې ښکاري چې وسله وال له مخکې پوهېدل چې حامد میر کراچۍ ته راځي ځکه یې ورته انتظار کاوه.

پاکستانی ژورنالیست حامد میر چې د جیو په نامه تلویزیوني شبکې سره کار کوي په کراچۍ کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د رپوټونو له مخې حامد میر له هوايي ډګر نه د خپل دفتر په لورې روان و چې په لاره کې پرې د نامعلومو کسانو له خوا ډزې وشوې او دی ټپی شو.

په کراچۍ کې د پولیسو مشر شاهد حیات د جیو نیوز تلویزیوني چینل ته وویل له حامد میر سره په موټر کې یو ساتوونکی هم و خو برید یو ناڅاپه ترسره شو چې ساتونکي هېڅ هم ونه شو کولای.

شاهد حیات وايي هغه ته ویل شوي چې حامد میر په رون کې درې ډزه لګېدلی او اوس د اغا خان په روغتون کې تر عملیاتو او درملنې لاندې دی.

د حامد میر موټر چلوونکي ویلي چې دوی له هوايي ډګر نه د راتګ پرمهال هغه مهال تر برید لاندې راغلل چې پر سړک د یوه خنډ له امله د موټر رفتار کم شو.

د موټر چلوونکي په وینا په همدغه وخت کې پر موټرسایکلونو سپرو کسانو د دوی پر موټر ډزې وکړې.

موټر چلوونکی وايي د تیښتې هڅه یې وکړه خو وسله والو کسان هم ورپسې ورغلل.

پولیس وايي داسې ښکاري چې وسله وال له مخکې نه پوهېدل چې حامد میر کراچۍ ته راځي او د هغه انتظار یې کاوه.

د پولیسو وینا ده چې وسله والو کسانو د برید لپاره دوه موټرسایکلونه او یو موټر کارولی دی.

د جیو نیوز د رپوټ له مخې حامد میر پرې له برید سمدستې وروسته په اسلام آباد کې د جیو نیوز له مشر رانا جواد سره خبرې وکړې او د برید په اړه یې احوال ورکړ.

له جیو نیوز سره په خبرو کې د حامد میر ورور عامر میر وویل چې ورور یې حامد میر ورته ویلي وو چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی د هغه د وژلو دسیسه جوړه کړې ده.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې هم په اسلام آباد کې د حامد میر په موټر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوې وو چې وروسته بیا له کاره وایستل شول.

یوه میاشت مخکې په لاهور ښار کې په یوه ورته برید کې چې د ایکسپریس نیوز تلویزیوني شبکې پر یوه کارکوونکي رضا رومي وشو د هغه موټر چلوونکي ووژل شو.

خطرناک هېواد

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې پاکستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې خبریالان د پاکستان د پوځ او طالبانو له خوا خطر سره مخامخ دي.

ورته مطالب