"له ویرې مې له بیړۍ نه د وتلو امر ونه کړ"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بیړۍ نیول شوی کپتان وايي "ما له دې ویرې چې خلک په اوبو کې له نورو ستونزو سره مخامخ نه شي له بیړۍ نه د وتلو امر وځنډاوه."

د سوېلي کوریا د هغې بیړۍ کپتان چې په دې اوونۍ کې ډوبه شوه وايي ده له بیړۍ نه د خلکو د وتلو امر ځکه وځنډاوه چې ویره یې لره چې اوبه به مساپر له ځانه سره یوسي.

۶۹ کلن لي جون سیوک او د بیړۍ د عملې دوه نور کارکوونکي د تېرې جمعې په ورځ ونیول شول.

د بیړۍ کپتان له نیول کېدو وروسته پر تلویزیون وښودل شو.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د سوېلي کوریا له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل چې هغو کسانو ته خپل سر ټیټوي چې د کورنۍ غړي یې د پیښې قرباني شوي دي.

لي جون سیوک زیاته کړه چې ده د لارې په اړه لارښونه وکړه او د لنډ وخت لپاره استراحت ته لاړ چې دا پېښه رامنځ ته شوه.

نوموړي وايي "ما د دې لپاره خلکو ته له بیړۍ نه د وتلو امر ونه کړ چې د اوبو څپې ډېرې وې، اوبه سړې وې او ما فکر وکړ که مساپرو ته د وتلو امر وکړم ښايي د اوبو څپې یې له ځان سره یوسې او په دې توګه له نورو ستونزو سره مخامخ شي."

دی وايي د ژغورنې کښتې د بیړۍ د چپه کېدو پر مهال په وخت ونه رسېدې.

وروسته له هغه چې د بیړۍ پر کپتان نیوکې وشوې چې پر وخت یې په بیړۍ کې سپرو کسانو ته د وتلو امر نه دی کړی نوموړی په خپلې دندې کې په بې پروايۍ او له قوانینو په سرغړونې تورن شوی دی.

اخوا غوپه وهوونکو د شنبې په ورځ په بیړۍ کې درې جسدونه وموندل خو ونه توانیدل چې وچې ته یې وباسي.

تراوسه د ۲۹ کسانو مړینه تایید شوې، ۲۷۳ کسان ورک دي او ۱۷۴ کسان ژغول شوي وو.

چارواکي وايي چې د ژغورنې چارې ښايي یوه یا دوه میاشتې وخت ونیسي.

اوس مهال څیړونکې دا څیړي چې ولې بیړۍ دومره په چټکۍ سرچپه شوه او آیا په دغه وخت کې که مساپرو ته د وتلو امر شوې وای هغوی ژغورل کېدل کنه؟

د بیړۍ د چپه کېدو په حال کې اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د عملې کارکوونکي خلکو ته وايي چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.

بیړۍ په دوو ساعتونو کې ډوبه شوه.

د هغو اسنادو له مخې چې اسوشیټیډ خبري آژانس لېدلي دي د سمندري خوندیتوب چارواکو د پېښې له رامینځ ته کېدو پنځه دقیقې وروسته په بشپړه توګه د بیړۍ د تشولو وړاندیز کړی و.

خو د بیړۍ د عملې یو تن وايي کپتان د بیړۍ د تشولو په امر کې ۳۰ دقیقې ځنډ وکړ.

ورته مطالب