سوریې ''۸۰٪'' کیمیاوي وسلې سپارلې دي

د انځور حقوق Getty
Image caption د جولای تر پایه د ټولو کیمیاوي زېرمو د ختمولو اټکل شوی.

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د بندیز د ډلې مشرې سیګرید کاګ ویلي، سوري حکومت خپلې اتیا سلنه کیمیاوي وسلې ختمې کړې دي.

نوموړې ویليو چې دا کار دمشق ته له پاتې نورو کیمیاوي وسلو د خلاصون فرصت ورکوي.

اټکل دی، چې دمشق به له کیمیاوي وسلو په ټولیزه توګه د راتلونکي جولای تر پایه ځان خلاص کړي.

پر همدې نېټې وړاندې پرېکړه هم شوې وه.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد له امریکا او روسیې سره هوکړه کړې وه، چې له کیمیاوي وسلو به سوریه پاکه کړي.

خو وړاندې دمشق منکر و، چې ګني سوریه کې دې کیمیاوي وسلې وي.

خو وروسته تر هغه چې د تېر کال په اګست میاشت کې د کیمیاوي وسلو کارولو او بریدونو سلګونه کسان ووژل، پر دمشق د نړیوالو فشار د دې لامل شو، چې سوري حکومت پخپله خاوره کې د کیمیاوي وسلو موجودیت ومني.

واشنګټن او لوېديځ ملګري یې پر دې باور ديو چې تر ډېره سوري حکومتي ځواکونو کیمیاوي بریدونه کړي، چې د پېړۍ په څلورمه برخه کې تر ټولو ناوړه وژونکی برید دی.

خو د سوریې حکومت خپل وسله وال مخالفان د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې سوري فعالانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د جګړې خبر ورکړی.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د حکومتي ځواکونو تر ولکې لاندې دوو سیمو کې دوو موټربم چاودنو لږترلږه ۱۰ کسان وژلي دي.

ورته مطالب