ایران کې د ښځو او نارینه وو مساوي حقونو غوښتنه

د انځور حقوق AFP
Image caption ایراني ولسمشر د ښځې د ورځې پرمهال څرګندونې کړې دي.

ایراني ولسمشر حسن روحاني په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مساوي حقونو غوښتنه کړې ده، او د ښځو پر وړاندې یې هر راز ناوړه چلند غندلی دی.

نوموړي دا څرګندونې د ښځې د ورځې پرمهال کړې دي: ''هغه کسان چې په ټولنه کې ښځې ته په سپکه سترګه ګوري، په اصل کې د ښځې د ګواښلو مانا ورکوي. ایران لاهم په مخ کې اوږده لار لري، چې د ښځې او نر مساوي حقونه تضمین کړي''.

د ایران دغه نسبتاً منځلاري ولسمشر پخپله تلوېزیوني وینا کې دا هم ویلي چې تهران کې باید ښځو ته د اقتصاد او کلتور یوه ټولنه جوړه شي.

روحاني په ۲۰۱۳ کال کې د ټاکنو پایله کې ولسمشر شو.

ځینې بهرنۍ ډلې وايي، چې په ایران کې واکمن قوانین د ښځو پرضد دي.

روحاني پخپله وینا کې ویلي: ''د جنسیت پر بربنسټ هېڅ ډول توپیر نه منو، ښځو ته باید پوره ملاتړ او ټولنیز حقونه ورکړل شي''.

هغه دا هم ویلي چې ''د اسلامي لارښوونو پربنسټ، نارینه تر ښځې قوي نه دی، او ښځه کمزوری مخلوق نه دی''.

"لویه تېروتنه"

خو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنئي پر تېره شنبې ویلي وو، چې د ښځې او نر ترمنځ مساوات ''د غربي فکر تر ټولو یوه لویه تېروتنه ده''.

هغه پر خپله انټرنېټي وېبپاڼه دا هم ویلي وو چې ''عدالت حق دی، خو برابرښت کله کله سم وي او کله غلط''.

د انځور حقوق AP
Image caption بهرني فعالان وايي، په ایران کې له ښځې سره ناسم چلند کېږي.

د ایران دغه مذهبي مشر چې په ایران کې تر ټولو واکمنه سټه ګڼل کېږي، دا هم ویلي چې د ښځو له ګومارلو سره مخالف نه دی، خو دا کار باید له ''اساسي قضیو'' سره په ټکر کې نه وي، هغه دا چې ښځه تر هرڅه مخکې ''پخپل کورني چاپېریال'' کې تر هرچا ډېر ښه رول لوبوي.

په ۲۰۱۳ کا د بښنې نړیوال سازمان د ایران په اړه ویلي وو، چې هلته ښځې ''په قانون کې له توپیري چلند سره مخامخ دي، همداشان له دوی سره سم سلوک نه کېږي، د واده، طلاق، میراث، ماشوم پالنې، جنسیت او بهر ته د سفر کولو په اړه زورزیاتی ورسره کېږي''.

د ۲۰۱۳ مې کې په ایران کې د اساسي قانون ډلې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښځو د نه درېدو په پلوۍ حکم وکړ، خو د ایران پارلمان کې ښځینه غړې لاهم شته.

په ۲۰۱۲ کال، د ایران پوهنتونونو داسې قوانین وضع کړل، چې پربنسټ یې د نژدې ۸۰ بېلابېلو درسي پړاوونو پر ښځینه محصلانو بندیز ولګاوه، چې په دې کار سره د فعالانو نیوکې راوپارېدې.

ورته مطالب