پوتین په روسي ژبې ګړېدونکو ته تابعیت ورکوي

د انځور حقوق AFP
Image caption پوتین د تېرې جمعې په ورځ تمه ښوولې وه چې شاید اوکرایین ته د ځواکونو د استولو برخه کې اړایستل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه قانون پر تعدیلولو موافقه کړې، چې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو روسي ژبو وګړو ته د تابعیت ورکولو اسانتیا برابروي.

دا اعلان وروسته تر هغه وشو، چط کرملین تېره میاشت د اوکرایین کریمیا ټاپو د روسیې د یوې برخې په توګه اعلان کړ، چې په لړ کې یې د اوکرایین ختیځ کې، چې زیاتره وګړي یې په روسي ګړېږي، اړدوړ ډېر زیات شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ په کییف د ژنیوا هغه تړون مات کړ، چې تېره اونۍ یې په اوکرایین کې د روان کړکېچ د ختمولو لپار پرېکړه کړې وه.

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن هم د دوشنبې په ورځ کییف ته روان دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن به د اوکرایین د ثبات لپاره له نړیوالو ملګرو مرسته وغواړي.

دغه امریکايي چارواکي داسې مهال اوکرایین ته سفر کړی، چې په ډزو کې روسي پلوي وسله وال ووژل شول چې د مسکو غوسه یې راوپاروله.

خو په کییف کې د لوېدیځ ملاتړي چارواکو روسیه تورنه کړه چې اوکرایین ته د ځواکونو د استولو لپاره مازې پلمه لټوي.

روسیې د اوکرایین پر پوله نژدې ۴۰ زره ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

پوتین د تېرې جمعې په ورځ تمه ښوولې وه چې شاید اوکرایین ته د ځواکونو د استولو برخه کې اړایستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې ورځې په خبرپاڼه کې راغلي وو چې روسي اړخ د جنګیالیو له لوري د روسي پلوو وسله والو پر وژل کېدو سخت په غوسه شوی دی.

ورته مطالب