د بالي ووډ وتلې ستورې راني واده شوه

Image caption راني او چوپړا د دوشنبې پر ورځ د اپريل پر ۲۱مه په ايټاليا کې واده وکړ

د بالي ووډ وتلې څېرې راني مکهرجي واده وکړ

د هند د فلمي نړۍ مشهورې لوبغاړې راني مکهرجي د پيژندل شوي فلم جوړونکي يش راج له زوی آديتيه چوپړا سره واده کړی دی.

د دوی په اړه له وړاندې ویل کېدل چې يارانه سره لري او اوس دا ادعا په حقيقت بدله شوه.

راني او چوپړا د دوشنبې پر ورځ د اپريل پر ۲۱مه په ايټاليا کې واده وکړ.

د يش راج فلم کمپنۍ له لوري په يوه خپره شوې خبرتيا کې راني مکهرجي ويلي چې د دې د واده خبر ته ډېرو انتظار کاوه:

((زه خپلوهغو دوستانو او مينه والو ته د خپل ژوند د تر ټولو ښکلې ورځې په اړه خبر ورکوم، چې دوعاګانې او مينه يې د تل لپاره له موږ سره وي. زه پوهېږم چې زما غوښتونکو د دې خبرې لپاره په بې صبرۍ انتظار کاوه)).

راني مکهرجي ويلي دي: ((ما او آديتيه د ځينو نژدې خپلوانو په شتون کې واده وکړ. هغه کس چې دا وخت ما ته ډېر ياديږي هغه (يش تره) دی. خو زه پوهېږم چې هغه هر وخت له موږ سره دی او ما او آديته ته پيرزونې راکوي)).

دا وايي: (( زه تل د فرښتو پر کیسو باور لرم او زما ژوند هم د همدغو کيسو په څېر دی او اوس ما د خپل ژوند پر يوه مهمه برخه پل کېښود)).

ورته مطالب