ځمکې ته ورته سیاره کشف شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د ۱۸۶ اف کپلر يو کال، د ځمکې د۱۳۰ ورځو تر بريده رسیږي

ستورپېژندونکو یوه داسې سیاره کشف کړې چې د ژوند د شرایطو له لحاظه ځمکې ته ورته ده.

د ساینس علمي نشریې پربنسټ، د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) څېړونکو د کپلرتلسکوپ نه په ګټې اخیستو وکولی شو چې د شمسي منظومې نه بهر یوه سیاره وویني، او داسې معلومیږي چې تر اوسه د پېژندل شوو نورو سیارو په پرله ځمکې ته زیات ورته والی لري.

دې سیارې ته کپلر ۱۸۶ اف نوم ورکړی شوی، او د ساینس نشریې په راپور کې د حېرانونکې سیارې په نامه یاده شوې، په دې راپور کې او دا سیاره له ځمکې نژدې ۱۵ نوري کاله لیرې ده.

تلسکوپ یا کپلر فضاي رصد خانه په ۲۰۰۹ کال کې ځمکې ته ورته سیارې د پېژندلو په موخه استول شوی وه، او له هغه مهاله تر اوسه پورې نهه سوه نوې نړۍ کشف شوې، خو د کارپوهانو په وینا کپلر ۱۸۶ اف ځمکې ته زیاته ورته سیاره ده چې تر اوسه کپلر تلسکوپ ښودلې.

کارپوهان اټکل کوي چې کپلر۱۸۶ اف سیاره د ځمکې له کرې لږه لویه او بر یا سور یې ۱۰ په سلو کې د ځمکې له بره لوی دی. ګومان کیږي چې دغه یوه ډبرینه سیاره ده چې ځمکې ته ورته جوړښت لري.

هغه څېړنې چې په نورو سیارو کې د ځمکې په څېر د ژوند کولو احتمال پکې شته یا نه، او د اندازې او جوړښت له لحاظه ورته والی مهم دی، ځکه که چېرې سیاره ۵۰ سلنه له ځمکې نه غټه او کلکه سطحه ولري، د جاذبې قوه یې د دې لامل کیږي چې زیات وژونکي ګازونه په خپله خوا کې جذب کړي او د ځمکې د ژوند په شان ژوند کول په کې نا ممکنه کېږي.

ورته مطالب