کراچۍ کې چاودنې ۴ کسه وژلي او ۳۰ يې ټپيان کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي چاودنې شاوخوا کورونو او موټرو ته هم زيان رسولی دی

د پاکستان د سندهـ ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې د يوې چاودنې په پايله کې لږترلږه څلور کسه وژل شوي او ډېر نور ټپيان دي.

پوليس وايي دغه چاودنه نن ماسپښين دوه بجې د ګزرې په سيمه کې د يوه جومات نه بهر شوې ده.

دوی وايي چاودنه هغه وخت وشوه، چې خلک د جمعې د لمانځه له اداء کولو وروسته له جومات نه راوتل.

په دغه پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.

د روغتيا ایالتي وزير ډاکټر صغير احمد په روغتون کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، په دغه چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

دی وايي په چاودنه کې ۳۰ کسه نور ټپيان شوي، چې د پنځو روغتيايي وضعيت نازک دی او ډيری ټپيان لارويان او لمونځ کوونکي دي.

د پوليسو يوه چارواکي عبدالخالق شيخ ويلي چې بم په موټر سايکل او يا هم په يوه رکشه کې ځای پر ځای شوی و او ظاهرآ هدف يې کوم مهم شخص و.

د بم شنډولو ډله چې د پېښې ځای ته ورغلې وايي، په چاودنه کې پنځه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي چې د بلبيرنګ ساچمې هم په کې دي او نښې يې شاوخوا ودانيو کې ليدل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.

د معلوماتو ايالتي وزير شرجيل انعام ميمن ويلي چې اورپکو مخکې د چاودنو پړه منله، خو اوس يې نه مني.

ده ادعا وکړه چې: ''له اوربند وروسته د سندهـ ايالت په نښه کېږي. په تېرو دوو ورځو کې دا دويمه چاودنه ده. حکومت دې د خبرو اترو ډرامه پرېږدي''.

تيره ورځ هم په کراچۍ ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د پوليسو د يوه افسر په ګډون څلور کسه ووژل شول.

پوليس وايي دغه چاودنه نن (جمعه، ۲۵ اپريل) ماسپښين دوه بجې د ګزرې په سيمه کې د يوه جومات نه بهر شوې ده.

ورته مطالب