"امریکا له سوېلي کوریا سره اوږه په اوږه ولاړه ده"

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي اوباما له سپینې ماڼې نه له ځان سره د بیړۍ د ډوبېدو پېښې قربانیانو ته د درناوي په خاطر یوه ونه راوړې وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي د شمالې کوریا د پارونې په برخه کې امریکا له سوېلي کوریا سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

ولسمشر اوباما چې اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې له جاپانه سوېلي کوریا ته رسیدلی دی دغه څرګندوې د سوېلي کوریا له ولسمشرې پارک جیون هې سره له خبرو وروسته وکړې.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې سوېلي کوریا ته سفر کوي چې په دې اړه اندیښنې زیاتې شوې چې ګواکې شمالي کوریا د څلورم اتومي ازموینې پلانونه جوړوي او په خپل اتومي تاسیساتو کې فعالیت کوي.

ولسمشر اوباما به په سوېلي کوریا له دیره امریکايي ځواکونو سره تر لېدنې وروسته د شنبې په ورځ مالیزیا ته لاړ شي.

سوېلي کوریا ته تر تګ دمخه ولسمشر اوباما د شمالي کوریا ستونزه ټولې اسیاپسفیک سیمې ته یو بي ثباته کوونکی او خطرناک حالت وباله.

د دې اوونۍ په پیل کې د سوېلي کوریا پوځ وویل دوی د شمالي کوریا په اتومي تاسیساتو کې داسې فعالیتونه لېدلي چې اتومي ازموینې ته تیاری ښيي او یا هم داسې ښوول کېږي چې اتومي ازموینې تیاری نیول کېږي.

شمالي کوریا په تېر کې درې ځل اتومي ازموینې ترسره کړي چې تر ټولو وروستۍ هغه یې د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې وه.

د دغو ټولو ازموینې په ځواب کې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له خوا له بندیزونو سره مخامخه شوې ده.

ولسمشر اوباما وویل چې پارونې به شمالي کوریا نور هم منزوي کړي.

د هغه په ژبه سوېلي کوریا او امریکا دواړه د شمالي کوریا د پارونې پر وړاندې اوږه په اوږه ولاړ دي.

خواخوږي

دغه راز ولسمشر اوباما د سوېلي کوریا د بیړۍ د ډبېدو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د یادونې ده چې په دغه په پېښه کې څه باندې ۳۰۰ کسان ووژل شول او یا هم ورک دي.

اکثره هغه کسان چې وژل شوي د ښوونځي زده کوونکي ځوانان دي.

ولسمشر اوباما وویل "زه هم د دوو داسې نجونو پلار یم چې عمرونه یې د هغو کسانو په شان دي چې د بیړۍ د ډوبېدو په پېښه کې ووژل شول. زه دا احساسولی شم چې پر هغو میندو او پلرونو به څه تېرېږي چې بچیان یې وژل شوي دي."

ښاغلي اوباما له سپینې ماڼې نه له ځان سره د پېښې قربانیانو ته د درناوي په خاطر یوه ونه راوړې وه.

ورته مطالب