د فلسطینیانو مشر له اسراییلو سره سوله غواړي

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ به د سولې په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د فلسطینیانو مشر محمود عباس وايي سره له دې چې په دې وروستیو کې د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شو اوس هم له اسراییلو سره سوله غواړي خو اسراییل باید د دوی ځینو شرایطونو ته غاړه کېږدي.

ښاغلي عباس وویل په دې شرایطو کې د فلسطیني بندیانو خوشي کول او په فلسطیني ځمکو کې د میشت ځایونو د جوړولو بندول شامل دي.

په رام الله کې یوې غونډې ته په وینا کې ښاغلي عباس وویل څنګه کولای شو چې خبرې بیا پیل کړو؟

زموږ له خوا د خبرو د بیا پیلولو په برخه کې خنډ نشته خو ۳۰ تنه فلسطیني بندیان باید خوشي شي.

د نوموړي اشاره هغو بندیانو ته وه چې اسراییلو د مارچ په میاشت کې ژمنه کړې وه چې خوشي به یې کړي.

دغه راز محمود عباس وویل چې اسراییل او فلسطینیان باید په راتلوونکې کې د خپلواک فلسطین پر پولو سره سلا شي.

هغه وویل "موږ به خپله نقشه وړاندې کړو او د دریو میاشتو لپاره به پرې سلا مشورې وکړو او په دې موده کې باید د میشت ځایونو د جوړولو ټولې چارې باید ودرول شي."

اسراییلو تراوسه د ښاغلي عباس د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو په دې اوونۍ کې اسراییل د سولې له خبرو په دې خاطر په شا شو چې دوو فلسطیني ډلو فتح او حماس په خپلو کې اتحاد وکړ.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل ښاغلی عباس باید یا د سولې بهیر خوښ کړي او یا هم له حماس ډلې سره اتحاد.

د نوموړي په وینا ښاغلی عباس نه شي کولای چې هم له حماس سره اتحاد وکړي او هم د سولې خبرې پرمخ یوسي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ به د سولې په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

فتح او حماس ګوند له هغه راهیسې سره جلا وې چې په ۲۰۰۶ کال کې حماس ډلې پارلماني انتخابات وګټل او بیا یې په ۲۰۰۷ کال کې له غزې تراړې د فتح ګوند ځواکونه وایستل او یوه رقیبه اداره یې جوړه کړه.

اوس له اتحاد کولو وروسته به دغه دواړه ډلې د څو اوونیو په موده کې یوه ایتلافي اداره جوړه کړي.

حماس ډله چې پر غزې تراړې کنترول لري د اسراییلو له شتون سره مخالفت لري او دغه راز حماس د اسراییلو، امریکا، اروپايي اتحادیې او ځینو نورو هېوادونو له خوا ترهګره ډله بلل شوې ده.

ورته مطالب